ګوزڼ وهلی ځوان د کورونا وايرس پوهاوي کمپاين مخ ته وړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

۴۰ کلن ضيا خان د درو کلونو و چې په ګوزڼ (پوليو) ناروغۍ اخته شو. خو د وخت په تېرېدو سره نوموړي نه يواځې په پوهنتون کې د ماسټرۍ تر کچې زدکړې وکړې بلکې د مدني فعاليت تر چتر لاندې يې هم له بېلا بېلو لارو د ولس خدمت ته ملا تړلې ده. د نوموړي کار او زيار ته په کتو ملګرو ملتونو هغه ته جايزه هم ورکړې ده. ضيا خان اوس د کوويډ ۱۹ په نوم د نوي کورونا وايرس د مخنيوي لپاره په بلوچستان کې کمپاين کوي. احمد شاه اعظمي له نوموړي سره مرکه کړې او په لومړي سر کې يې د کورونا وايرس د مخنيوي لپاره د هغه د کمپاين لارې چارې ورڅخه پوښتلي دي.