نن [د اپرېل پر ۱۸مه] د کورمې د بوشارو او ډنډرو اوسېدونکیو ترمنځ د شاملاتي ځمکې پر سر جګړه شوې.
د خيبر پښتونخوا د کورمې ضلعي چارواکو د اپرېل پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، د میرزا خان موزي په نوم پر شاملاتي ځمکه د یادو دواړو سیمو د اوسېدونکيو ترمنځ په جګړه کې درنې او سپکې وسلې کارول شوي دي.
د پولیسو یو ځايي مشر ډي اېس پي شاهین مشال راډیو ته وویل، د پولیسو په منځګړیتوب د دواړو خواوو خلک له مورچلونو راکوز کړل شوي او جګړه درېدلې ده.
نوموړي وویل، په جګړه کې چاته ځاني زيان نه دی اوښتی.