په نړۍ کې په دار ځړول کم شوي: اېمنسټی انټرنېشنل

سازمان وايي، دا په تېره يوه لسېزه کې د دار ځړول تر ټولو ټيټه کچه ده.

د اپرېل پر 21مه د بښنې نړيوال سازمان په خپور شوي رپورټ کې راغلي چې سعودي عرب په 2019 ز کال کې رېکار‌‌‌‌‌‌ډ شمېر يانې 184 کسان اعدام کړي دي.

له دوی څخه 178 يې سړي او شپږ يې ښځې وې.

د رپورټ ترمخه، په سعودي کې د مرګ په سزا له محکوم شويو کسانو شاوخوا نيمايي يې بهرني اتباع ول.

سعودي په 2018ز کال کې 149 مجرمان اعدام کړي ول.

رپورټ ښيي چې تېر کال په عراق کې د مرګ سزاګانو شمېر دوه برابر لوړ شوی.

ايران بيا د اعدام سزا له پلوه د نړۍ په هېوادونو کې تر چين وروسته دويم نمبر خپل کړی دی.

د سازمان رپورټ وايي، په چين کې تېر کال زرګونه کسان اعدام شوي، خو د هغه هېواد رياست چون دا خبرونه پټ ساتي، ځکه نو د اعدام پېښو دقيق شمېر مخې ته نه راځي.

د سازمان رپورټ وايي چې تېر کال په ايران کې لږ تر لږه 251 کسانو ته د مرګ سزاګانې ورکړل شوي.

رپورټ وايي، شمالي کوريا او ويتنام هم خلک پانسي کړي خو دا هېوادونه هم نه پرېږدي چې په دغه اړه کره معلومات بهر ته ووځي.

خو رپورټ کاږي، له دې سره سره له تېرو پرله پسې څلور کلونو راهيسې په هېوادونو کې د اعدام سزاګانې کمې شوې دي.

په 2019ز کال کې په نړۍ کې د مرګ سزاګانو ټولې 657 پېښې رېکار‌‌‌‌‌‌ډ شوي.

د بښنې نړيوال سازمان د څېړنې او پالېسۍ څانګې مشرې کلېر اېلګېر ويلي، يو چا ته د مرګ سزا ورکول غير انساني فعل دی او داسې هېڅ باوري شواهد نشته چې ګواکې له دې سره په ټولنه کې جرمونه کمېږي.

نوموړې زياته کړې، دا د خوشالۍ ځای دی چې اکثره هېوادونه اوس مجرمانو ته د مرګ سزا ورکولو ته زړه نه ښه کوي چې په نتيجه کې يې په دې پېښو کې کمی راغلی دی.

اغلې اېلګېر البته په سعودي کې د اعدام د روان رجحان په اړه اندېښنه ښودلې او په خبره يې چې د هغه هېواد حکمرانان دا سزا اکثره د خپلو سياسي مخالفينو د وېرولو د يوې وسيلې په توګه کاروي.

د سازمان په رپورټ کې ويل شوي چې په 2019ز کال کې په جنوبي سو‌‌‌‌‌‌ډان او يمن کې د 2018ز کال پرتله د مرګ په سزاګانو کې د پام وړ اضافه ليدل شوې.

رپورټ کاږي، ‌‌‌‌‌‌ډېری حکومتونو د مرګ سزاګانو په اړه کره معلومات نه دي ورکړي.

رپورټ د افغانستان په اړه وايي چې له 2010ز کال راهيسې اول ځل دی چې تېر کال په هغه هېواد کې هېڅ يو چا ته د مرګ سزا نه ده ورکړل شوې.

د بښنې نړيوال سازمان رپورټ زياتوي، د نړۍ 106 هېوادونو د هر رقم جرم لپاره د مرګ سزا نه ورکولو اصولي پرېکړه کړې ده.