د پښتنو خاوره د ګندهارا او ادیانې تهذیبونو مرکز دی چې د هنر او فکر پلوشې يې اوس هم له باګرامه تر سوات او کشمیره په دې سیمه د هنر لازواله نمونو په شکل کې تر سترګو کېږي.
له ژوند او فطرت سره د مینې دا مزل اوس هم دوام لري چې اظهار يې د دې وطن په موسیقۍ، ادب او هنر کې کېږي.
محمد اصف کاسی د کوټې یو داسې هنرمند دی چې له رنګونو سره سره په کاڼو، خټه او لرګي کې هم د ژوند ښایست او تضادات ښکاره کوي.
کاسی د کوټې کاسي کلا اوسېدونکې دی، هنرمند دی او په رنګونو کې شاعري کوي، د برش په زور د ژوند تصویرونه کاږي، په خټه کې د انساني فطرت په کږلېچونو پسې ګرځي او په کاڼو کې د مومو زړونه ګوري.
کاسی وایي، له ماشوموالي يې د تصویرونو، منظرونو او له رنګونو سره مینه وه، کرښې راښکل، بیا وړانول، رنګونه پاشل او بیا په هغې کې ورک ځان موندل د ده مشغولا وه. خو د کورنۍ خلک يې په دې قانع نه وو چې ګني انځورګري هم چا له ډوډۍ یا د سر سیوری ګټلی شي.
کاسی مجبوره وو چې د یو تابعدار پښتون کشر په حیث د مشرانو خوښه ومني خو د ډوډۍ او روزګار په دغه ځغل کې يې له فن سره خپله لیونۍ مینه چیرې هم نه ده قرباني کړې.
کاسی وايي چې د خپل واده په ورځ يې هم د برش او کینوس سره خپله رشته نه ده پرېکړې او د خپلې ناوې انځور يې جوړ کړی وو.
د یوې پوښتنې په ځواب کې چې کاسی د خپل اظهار لپاره کوم لار کاروي نو نوموړي وویل چې هغه ځان په دغه اړه ازاد ګڼي او د تېل انځورګري (ایل پینټینګ) سره سره په کاڼي، خټه، لرګي او پر کاشي کاڼو یا سیرایمیکس کې هم کار کوي.
نوموړی خپل چاپیریال ته ډېر په ژور نظر ګوري او د خپلې مشاهدې په زور زموږ د ټولنیز او کلتوري ژوند ډېر داسې منظرونه ژوندي ساتل غواړي چې د ورکېدو له خطر سره مخ دي.
اصف کاسی وايي، بدلون روان دی، خو منفي بدلون دی.
هغه وایي، په ټولنه کې بدعنواني او بېروزګاري ده خو ځه خیر له دې سره به ګوزاره وشي.
خو د ده په اند، له بلې خوا خلک فطرت ته زیان رسوي، ځمکې رانیسي او د سیمټو او کاڼو تعمیرونه پرې دروي، سیندونه او سمندرونه خیرنوي، ونې بوټي سوځوي او دغه شان کیمیايي مواد کاروي، چې ورسره ټول انسانیت له خطر سره مخامخېدای شي.
نوموړي په دغه اړه په ۲۰۱۶ز کال کې د هنري ټوټو یوه لړۍ تیاره کړې وه چې کردارونو یې پکې مولونه یا ماسکونه وهلي.
نوموړی وایي، د کورونا وبا کې چې د خلکو په مخونو مولونه یا ماسکونه ګوري نو فکر کوي چې ګنې فطرت زموږ د زور زیاتي له کبله پر موږ بندیزونه لګوي، زموږ مخونه پټ دي او موږ تر خپلو کورونو پورې محدود شوي یوو.
کاسي تر اوسه خواوشا ۱،۵۰۰ هنري اثار تیار کړي، چې وخت په وخت يې د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې نندارتونونه هم جوړ شوي دي او ځېنې یې ترې خلکو اخیستې دي او خپل کورونه او د ناستې پاستې ځایونه يې په ښایسته کړی دي.
نوموړی وايي، غواړي چې نوې نوې تجربې وکړي او ژوند ته د ورپېښو پوښتنو په ځوابونو موندلو کې خپله برخه زیار وباسي.
محمد اصف کاسی د پاکستان په داسې برخه کې خپل هنري مزل ته دوام ورکړی چې د ډېرې مودې د ناکرارۍ، ناامنۍ او بې باورۍ په لمن کې ده خو نوموړی زیاتوي، همدا د هنرمند کار دی چې کله تیاره خپره شي نو دی د هیلو مشالونه روښانه ساتي او د خپل فکر او هنر په زور ورکو قافلو ته د منزل لارې ښيي.