نن[د اپرېل پر ۲۴مه] د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.
ولسمشر اشرف غني په دې مناسبت په خپل پیغام کې یو ځل بیا په افغانستان کې د اوربند لپاره غږ وکړ.
غني په دې پیغام کې چې د اپرېل پر ۲۳مه خپور شو وویل، په دې حساس وضعیت کې چې د کورونا وایرس وبا په ټول هېواد کې خپره شوې ده، له طالبانو د خلکو او حکومت غوښتنه دا ده چې د روژې مبارکې میاشتې په درناوي اوربند وکړي او له تاوتریخوالي لاس واخلي.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټویټر په یوه بیان کې د دې غوښتنې په ځواب کې د دوحې د هوکړې پر بشپړ تطبیق ټینګار کړی او ویلي یې دي چې حکومت د کورونا وایرس د وبا په حالاتو کې د طالب بندیانو ژوند په خطر کې اچولی، نو د شاهین په وینا په دې صورت کې د اوربند غوښتنه معقوله نه ده.
سږنۍ روژه په داسې حال کې پیلېږي چې په دېری اسلامي هېوادونو کې د کورونا وایرس د سرایت د مخنیوي لپاره خلک په قرنطین کې دي او د جمعې پر لمانځه محدودیتونه لګول شوي دي.
د ترکیې، مصر او سعودي عرب په ګډون په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې جوماتونه بند دي او مذهبي شخصیتونو له خلکو غوښتي دي چې لمونځونه په کورونو کې وکړي.
د افغانستان حج او اوقافو وزارت هم له خلکو غوښتي دي چې لمونځونه په کور کې وکړي.