د پاکستان وزيراعظم عمران خان د اپريل په ۲۴مه اسلام اباد کې د ټولينزو شبکو فعالانو سره ملاقات کې په روايتي ميډيا انتقادونه کړي.
د وزيراعظم وينا وه چې ځيني رسنۍ صحافت نه کوي او نه هم حقايق بيانوي. خو عمران خان په خبرو کې دا هم وويل چې ځيني خبريالان او ميډيا هاوس ذمه واري ترسره کار کوي.
په پاکستان کې د عمران خان ګوند په واک کې راتلو وروسته دا لومړۍ وار نه دي چې واکمن ګوند پر رسنيو تنقيدونو کوي بلکې تر دې مخکې هم له مختلفو لارو پر مطبوعاتو فشارونه راوړي وو.
په وفاق کې واکمن تحريک انصاف حکومت په تيرو شاوخوا دوو کلونو پر رسنيو فشار اچولو لپاره ځيني قوانين هم معارفي کړي وو.
په پيښور کې د خبريالانو سازمان خيبر يونين اف جرنلټس غړی او د مشرق ټيلويژن د روانو چارو مشر محمود جان بابر مشال راډيو ته وويل چې وزيراعظم ته دا احساس نيشته چې د ميډيا کردار په ټولنه او بيا په سمه توګه واکمنۍ لپاره څومره مهمه وي.
محمود جان بابر زياته کړه:
"وزيراعظم صيب هغه ميډيا کتلي وه چې له ده به مخکې وروسته کېده. د ده جلسه به ماسخوتن وه خو په مطبوعاتو کې به له سحره ورته کوريج ميلاوېده. ده ګومان کاوه چې ټول عمر به داسي وي. خو دويی له دې خبره نه وو چې ميډيا اپوزشن سره زيات ملاتړ کوي. عمران خان چې د اپوزشن پر مهال کومه ميډيا کتلي وه نو فکر يې کاوه همدغه رنګې به وي. دوی ته دا معلومه وه چې همدغه ميډيا به د دوی ژمنو تپوس کوي. د دوی خيال وو چې ميډيا به نواز شريف او اصف علي زرداري پرضد خبرو ته دوام ورکړي خو دا د ميډيا کار نه دی."
تر دې مخکې د وزیراعظم عمران خان کابینې په جنورۍ مياشت کې نوي قوانین منظور کړي ول چې ورباندې د رسنیو د سنسرشپ او مخالیفینو د خاموشه کولو تور لګول کېدو، خو حکومت دا تورونه رد کړي وو.
په اسلام اباد کې د خبريالانو تنظيم غړیي انعام خټک مشال راډيو ته وويل چې په ميډيا کې داسي خبريالان هم شته چې واکمن ګوند پلوه دي او د هغوی بيانيه په خپرونو کې پرمخ وړي.
خټک زياته کړه:
"عمران خان هغه ميډيا او خبريالان په نښه کوي چې هغه مخالفت کوي او يا پري انتقادونه کوي. که چېرې حکومت واقعي د مطبوعاتو د ازادۍ خبره کولې نو د يو ټيوب فعالانو سره سره به يې خبريالان هم راغوښتي ووای. موږ له عمران خان سره په دي خبره اتفاق نه کوو."
د بيان ازادۍ لپاره کار کوونکې نړیوالې ادارې، بې پولې خبریالانو د اپريل په ۲۲مه خپل کلني راپور کې ويلي چې په پاکستان کې د بيان ازادي د پوځي ایسټبلیشمنټ په لاس کې ده.
دې ادارې په راپور کې له ۱۷۹ هېوادونو څخه پاکستان په ۱۴۵ نمبر راوستی دی او ويل شوي چې دلته ډېر داسې مثالونه شته چې پوځي او ملکي ادارو ځينې خپرونې بندې کړې دي.
په پيښور کې د ډان ټيلويژن بيورو چيف علي اکبر مشال راډيو ته وويل چې موجوده حکومت سره له لومړۍ ورځ نه دا مسله ده چې تنقيد نشي برادشت کولي.
"پخوا به خبريالانو خوارۍ سره کار کاوه او داسي خبرونه او تحقيقاتي راپورونه به يې ورکول چې حکومت به يې ګامونه اخېستلو ته اړ کاوه. رسنيو به په حکومتونو جايز تنقيدونه کول او هغو واکمنو ته به سحر د ورځپاڼو يا ټيلي وژن چينلونو خبرونه ورکول کيدل نو وزيراعظمانو او ارباب اختيار به په هغې رڼا کې ګامونه پورته کول. هغو به د ميډيا لارښونو لړ کې مسلې هوارولي. خو له بده مرغه د موجوده حکومت پاليسي بدله ده."
خبريال علي اکبر زياته کړه چې حکومت د ميډيا پر ازادۍ يقين نه لري.
په پيښور کې د هم نيوز ټيليويژن بيورو چيف طارق وحيد مشال راډيو ته وويل چې تحريک انصاف ګوند په واک کې راوستو لپاره د مطبوعاتو ډير مهم کردار وو خو اوس دغه ګوند په واکمني نه پوهيږي.
ده زياته کړه:
"مطبوعات د ټولنې عکاسي کوي او اواز پورته کوي. په خيبر پښتونخوا او وفاق کې به اپوزشن ګوندونو ګيله کوله چې تاسو تحريک انصاف ته کوريج ورکوئ. خو اوس تحريک انصاف ګوند تر ټولو زيات مخالفت د ميډيا کوي. د دې بنيادي وجه دا ده چې دوي له تنقيد سره عادت نه دي او نه هم مثبت انتقاد برادشت کولي شي. په واکمن ګوند کې له مشر واخلي تر کشره پورې دا فکر کوي چې ميډيا به د دوي ستاينه کوي."
د پاکستان واکمن ګوند تحریک انصاف دا لومړی ځل نه دی چې پر رسنیو نیوکې کوي، بلکې تر دې وړاندې هم د یاد ګوند بیلا بېلو مشرانو پر رسنیو ورته تنقیدونه کړي دي.