د امريکا بهرنيو چارو وزیر مايک پامپيو ويلي چې ايران ته به د درنو وسلو د اخېستو اجازه ورنه کړي.
هغه د اپرېل پر ۲۹مه په يوه خبري غونډه کې وويل چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا سره به پر ايران د وسلو اخيستو د بندیز اوږدولو په اړه خبرې وکړي.
د دې بنديز موده د اکتوبر تر ۲۳مې ده.
دا پابندي پر ايران د اټومي پروګرام د غني کولو بنديز د موافقې برخه ده.
امريکا په ۲۰۱۸ز کال کې له دې موافقې وتلې او پر ايران يې نوي اقتصادي بندیزونه لګولي دي.