باور ځواک، له کورونا وايرسه د مخنيوي ۱۱ زره کسيزه ډله
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په افغانستان کې له کورونا وايرسه د مخنيوي لپاره د سياسي او مدني فعالانو يوه ډله جوړه شوې چې په رضاکارانه ډول له دې وبا څخه د مخنيوي لپاره هلې ځلې کوي. د باور ځواک په نوم د دغې ډلې مخکښانو د اپریل پر ۲۹مه په کابل کې د يوې خبرې غونډې له لارې په رسمي ډول د خپلو فعاليتونو د پيل اعلان وکړ. د افغانستان د بېلا بېلو ولايتونو د زرګونو فعالانو دغه ځواک د کورونا وايرس په اړه د پوهاوي تر څنګ بېوزلو ته مرستې رسول، روغتيا پالانو ته ژغورونکې توکې ورکول او د حکومتي کارونو ارزونه او څارنه کول خپل مهم کارونه يادوي.
احمد شاه اعظمي د باور ځواک له مخکښ نجيب الله ازاد سره مرکه کړې او په لومړي سر کې يې ورڅخه پوښتلي چې د دې ځواک رامنځ کولو اړتيا يې ولې احساس کړه او تر شا يې څه انګېزه وه؟