په نړۍ کې هر کال میلیونونه خلک د مې پر لومړۍ د کارګرانو نړیوالې ورځې په مناسبت لوی لاریونونه کوي خو سږکال د کورونا وایرس وبا د مخنیوي لپاره د محدودیتونو له وجې غونډې او لاریونونه نه کېږي.
دا ورځ په ټوله اروپا، روسیې، یو شمېر اسیايي هېوادونو، شمالي افریقا، مرکزي او جنوبي امریکا کې لمانځل کېږي خو د وبا له کبله د نړۍ زیاتره ابادي تر کورونو محدوده ده.
په اروپا کې د کارګرانو د ورځې په مناسبت غونډې د خلکو د خوندیتوب په نوم منسوخې شوې دي او په روسیه کې هم کلنی لاریون نه کېږي.