هرنايي: کان کې د رېړې رسۍ شلېدلي، درې کانکیندونکي مړه

له کوټې سره نېږدې د سکرو یو کان

له کوټې ۱۶۹ کلو میټره شمال ختیځ لور ته د هرنايي په تحصیل خوست کې بېګا ناوخته د کویلې په یوه کان کې د سکرو را-اېستلو پرمهال د یوې رېړۍ رسۍ له شلېدلو درې کانکیندونکی وژل شوي او یو ژوبل دی.

د هرنايي لېویزو چارواکیو مشال راډیو ته ویلي لومړی د پېښې پرمهال یو کانکیندونکی وژل شوی وو خو وروسته چې یې ژوبل کسان ځايي روغتون ته ولېږدول نو دوو یې په روغتون کې ساه ورکړه.

ډپټي کمشنر هرنايي اعظم جان دومړ پر پېښه خواشیني څرګنده کړې او د پلټنو امر یې کړی دی.

د ډاکټرانو له طبي کتنې (پوسټمارټمه) وروسته د وژل شويو کسانو مړيخپلو پلرنیو سیمو ته لېږدول شوي دي. د هرنايي خوست د سکرو کانونو لپاره ډېره مشهوره ده خو په دغه کانونو کې هم د بلوچستان د نورو برخو غوندې ژغورندویه استانتیاوې او سمبالښتونه د نشت برابر دي چې له امله یې په کانونو کې بیا بیا کانکیندونکي له مرګونو سره مخامخېږي.

سږ کال د فرورۍ په میاست کې هم د دکۍ ولسوالۍ د سکرو کان کې له پېښې درې کانکیندونکي وژل شوي ول.