پښتون ژغورنې غورځنګ د عارف وزیر وژنې پرضد احتجاج کوي‌

سردار عارف وزیر

پراګ - پښتون ژغورنې غورځنګ د سردار عارف وزیر د وژنې پرضد د مې پر پنځمه د پاکستان تر څنګ د نړۍ په یو شمېر ښارونو کې احتجاجونه کوي.

د غورځنګ مخکښ محسن داوړ مشال راډیو ته وویل چې د غورځنګ پر غړو غږ کوي چې د کورونا وایرس خپرېدو مخنیوي لپاره ورکړل شوې لارښوونې په پام کې ونیسي‌ او خپل پېغام نړۍ ته وړاندې کړي.

ده وویل ، " زموږ اصل پېغام نړۍ ته دا پېغام رسول دي چې دا څنګه وشو او چا وکړل او څنګه زموږ ریاست د دې ترهګرو ملاتړ کوي ، هغوي‌ ته وسلې ورکوي‌ او د هغوي‌ ساتنه کوي. زموږ تحریک پرامن تحریک دی او پر عدم تشدد ولاړ یو او یوازېنۍ وسله مو احتجاج دی."

محسن داوړ وویل چې دوي‌ به په وژل کېدو او بندي کېدو له خپل هدف څخه پرشا نه شي او تر هغه وخته به مبارزه کوي تر څو چې یې د ده په وینا ، د پښتنو پر وطن امن نه وي راوستلی.

پښتون ژغورنې غورځنګ له تېرو څه باندې دوو کالو راهسې د دوي په وینا ، د پښتنو پر خاوره د امن راوستلو لپاره مبارزه کوي.

د هم دې هدف لپاره د ۲۰۲۰م کال د مارچ پر ۱۰مه په پېښور کې د عوامي نشنل ګوند په بلنه د پښتنو سیاسي مشرانو جرګه هم شوې وه.

په دې جرګه کې له ریاست څخه د ترهګرۍ د اثراتو په اړه د حقیقت موندنې لپاره د کمېشن په ګډون ټولې ۲۱ غوښتنې شوې وې.

په جرګه کې اعلان شوی وو چې په ریاست د دې غوښتنو منلو لپاره به بله جرګه کېږي‌ او په هغه کې به د ټولو سیاسي ګوندونو په استازیتوب یوه کمېټۍ جوړېږي.

د عوامي نشنل ګوند له جنرل سیکرټري میا افتخار حسېن څخه مې وپوښتل چې هغه بله جرګه به کله او چېري کېږي؟

هغه وویل , "په هغه جرګه کې موږ نېټه اعلان کړې وه چې د مزدور کسان ګوند مشر افضل خاموش صاحب به کوله او د دې لپاره ټول انتظامات هم وشو خو په دې کې کورونا وایرس راغلی او پر غونډو بندیز ولګېد.

نوموړي وویل چې د کورونا وایرس له کبله دا غونډه ځنډېدلې ده خو چې کله هم حالت ښه شي دا سلسله به روانه شي.

د سیاسي چارو پوهان وايي‌، د عارف وزیر له وژل کېدو وروسته پیدا شوي صورتحال ته په کتو پښتانه سیاسي مشران باید را وړاندې شي او حالات ګډوډۍ ته پرېنږدي.

د دوي‌ په وینا ، دوي‌ باید د امن لپاره تر خپلو سیاسي اختلافاتو تېر شي او په یوه خوله غږ پورته کړي.

شنونکی ایاز وزیر وايي ، چې یوازې چیغې وهي هغه دومره اثر نه کوي لکه په شریکه چې غږ پورته کړي نو به خلک غوږ ورته نیسي.

ده وویل ، " پر اسفندیار خان برید وشو خدای له مرګه پاتې کړ ، پر مولانا فضل الرحمان صاحب بریدونه شوي ، محمود خان اڅکزی د هم دې لپاره له ځان سره وسله وال ګرځوي چې ژوند وژغوري او داسې نور کسان هم دي چې نومونه لري ګوندونه لري نو هر چاته نقصان رسېدلی دی."

د سیاسي چارو بل کارپوه ډاکټر عبدالشکور وايي ، د پښتنو د یووالي تل ضرورت اوسېدلی دی خو په نن سبا رنګه حالاتو کې د پښتون سیاسي مشرتابه یوه خبره کول ډېره ضروري ده.

نوموړي وویل ، "دا اوسني حالات داسې دي چې باید ټول ګوندونه تر سیاسي ګټو تېر شي او سره کښېني او په یوه خوله په دې ریاست کې د پښتنو د مستقبل خبره وکړي‌ او که دوي چېري پر دې تاریخي موقع پټه خوله پاته شي‌ نو دا به ځان ، خپل ګوند او پښتنو ټولو ته تاوان وي."

پښتون ژغورنې غورځنګ تور پورې کوي چې د پښتنو پر خاوره د شوې او روانې ترهګرۍ ترشا د پاکستان پوځ او جاسوسي ادارې دي خو د پاکستان حکومت او پوځ دا تور په کلکه ردوي او وايي چې پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو هیوادونو پر ایجنډا کار کوي.