د پاکستان منصوبه بندۍ او ترقۍ وفاقی وزیر د یوې سرکاري څېړنېزې ادارې د ورکړو شمېرو پر اساس وايي، که یې په هېواد کې د کورونا وایرس وبا له لاسه ښاربند او ټولبند همداسې دوام وکړ نو څه باندې دوه کروړه اتیا لاکه کسان بېروزګاره کولی شي.
وفاقي وزیر اسد عمر د مې پر درېمه نېټه په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له ښاربنده په یوه میاشت کې ۱۱۹ اربه روپۍ د محصولاتو په مد کې کمې شوې دي. د ده وینا وه: (په همدغه ۱۱۹ اربه روپو به مو د صحت نظام چلولو، د تعليم نظام به هم چلولو، بجلۍ به هم پیدا کول وي او هر کور ته به قدرتي ګیس هم رسول وي، له غريبو خلکو سره مرسته هم کول دی نو دا هغه څه دی چې حکومت ورسره مخ دی خو د دې هر څه نه تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د دې سره په [هېواد] کې د غربت په کچه اغيز کيږي.)
اسد عمر د پاکستان انسټیټويټ اف اکنامک ډېولپمنټ د څېړنې په حواله وویل، چې د کورونا وایرس بنديزونو لږ تر لږه دوه کروړه او زیات نه زیات اوو کروړو پورې خلک به د بېوزلۍ تر کچې لاندې ولاړ شي.
هغه کومې اقتصادي څانګې دي چې ولس به پکې بېروزګاره کيږي؟ د څيړونکی ډاکټر محمد ناصر په اند تر ټولو بد اقتصادي اغېز به د ټرانسپورټ، رېسټورانونو، هوټلونو، تعميراتو او زراعت په برخو کې ډېر وي.
دی زیاتوي چې دا وخت د پاکستان د مزدور کاره طبقې تر نیمايي زیات د بې روزګارۍ له خطر سره مخامخ دي، ځکه چې ډېری یې بې له رسمي کاري تړونه (کنټريکټ) کارونه کوي. په ډېرو ادارو کې د کارګرانو ټولنې نشته او نوکري یې هر وخت له خطر سره مخامخه وي. لویو لویو کارخانه دارو لا له مخه په سوونه خلک له نوکریو ويستي دي. د شخصی سکولونو استادان په کورونو ناست دي او معاش ورته نه ورکول کيږي پاکستان کې یوازې حکومتی روزګارونه تر څه حده پورې خوندی دي او څه هغه روزګارونه چې په ښه شخصی ادارو کی دي خو که دا ښاربند یا لاکډاون دوې میاشتې نور داسې دوام وکړي نو په پاکستان کې ۳۳ ميليونه خلک بې روز ګاره کېدای شي. دا مهال په پاکستان کې ۶۵ مليونه خلک مزدور کاره طبقه ده چې پکې ۳۳ ميلیونه یې د بې کارۍ له خطر سره مخامخ دي.
د څېړونکي ډاکټر ناصر د څرګندونو په تاید د خيبر پښتونخوا د چيمبر آف کامرس اينډ انډسټريز مشر مقصود انور وايي چې په تېره یوه میاشت کې له ټولبنده اتیا فیصده کارخانې بندې شوې دي. د نوموړي په خبره چې له دې څخه کارخانه دارو ته تقريبا ۵۰ یا شپیته اربه روپۍ زیان رسېدلی دی.
د مقصود انور په خبره چې د ملک اقتصاد بیا ښه کېدل به وخت واخلي او تر ډېرې مودې پورې به منفي اقتصادي وده روانه وي.
خو د سرکاري اقتصادي څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټويټ اف اکنامک ډېولپمنټ څيړنکار ډاکټر محمد ناصر په اند اقتصادي وده دوې بڼې لري. یوه یې اقتصادي ځوړ یا لاندې تګ او څه موده پس بیا یک دم پورته تلل وي. او بله بڼه یې یې دا ده چې اقتصاد لاندې ولاړ شی او په لاندېنۍ کچه زیات وخت تير کړي او بیا ورو ورو پورته خېژي.
د ډاکټر ناصر په وینا د کورونا وايرس وبا په نتيجه کې د رامنځ ته شوي افتصادي صورتحال په اړه د نړۍ اقتصادی پوهان اټکل کوی چې چونکې دا مهال اقتصادی هلې ځلې موږ خپله په ټپه درولې دي، ټوله بنیادی ډانچه موجوده ده نو اقتصاد به بیا یک دم پورته کېږي. خو نوموړي اندېښنه وښودله که د کورونا وايرس له امله د ټولبند موده زیاته شي نو د معاشی بدحالۍ او زیاتې بې روزګارۍ له امله به په لويو ښارونو کې د جرمونو کچه لوړه شي او هېوادونه به له امنيتي ستونزې سره مخامخ شي.