ډاکټران: د ټولبند ختمول د کورونا پېښې زیاتوي

د پاکستان حکومت ټولبند نرموي

د پاکستان حکومت د مې له نهمې نېټې په ټول ملک کې د ټولبند د نرمولو اعلان وکړ. د حکومت د دغې فېصلې ترمخه به کاروبارونه په مرحله واره توګه پرانېستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د مې پر اتمه په هېواد کې د کورونا کیسونو زیاته شمېره مخې ته راغلې ده.

په یاده نېټه، په ټول هېواد کې د کورونا وایرس نږدې ۱۷۰۰ مثبتې پېښې مخې ته راغلې دي چې پکې ۳۷۱ نوی کېسونه یوازې د خیبر پښتونخوا نه دي.

د خیبر پښتونخوا یو سینیر ډاکټر وسیم مروت وایي، باید حکومت د ټولبند د ختمولو وروسته دې خبرې ته پوره پام وکړي چې له دغې سره په صوبه کې د کورونا وایرس کېسونه زیاتېدای شي، او له وړاندې د صوبې روغتونه د سهولتونو له نشتوالي سره مخ دي.

"دا فېصله په داسې وخت کې شوې ده چې په ملک د کورونا کېسونه زیات شوي دي. په خیبر پښتونخوا کې له دې وایرسه د مرګونو شرح زیاته ده، که ټولبند ختم شو نو کېسونه به ۱۰ فېصده زیات شي. زموږ په صوبه کې له دې وایرسه د مرګونو شرح ۱۰ فېصده ده او له ټولبند ختمېدو سره دا ۳۰ او ۴۰ فېصدي ته رسېدای شي."

وزیر اعظم عمران خان د مې پر اوومه د قومي رابطه کمېټۍ تر غونډې وروسته اعلان کړی وو چې په ملک کې به ټولبند یا لاک ډاون په پړاونو کې ختم کړي.

د سوات د سېدو شریف روغتون ویاند ډاکټر محمد خان وایي، له تېرو څو ورځو راهیسې د سوات په ګډون د صوبې په یو شمېر سیمو کې د کورونا وایرس زیاتې پېښې مخې ته راغلي، خو ممکنه ده حکومت د ځېنو احتیاطي ګامونو د پورته کولو وروسته دغه فېصله کړي وي.

بلخوا د خیبر پښتونخوا حکومت اعلان کړی دی چې په صوبه کې به دوکانونه په اونۍ کې څلور ورځې خلاص وي او درې ورځې به تړلي وي.

صوبايي حکومت د مې پر اتمه په یو خبرپاڼه کې ویلي چې د تړلو شرط د خوراکي شیانو پر دوکانونو او دواخانو عملي کېږي.

بلخوا ډاکټران وایي، حکومت په ټولبند کې د نرمۍ په اړه فېصله په داسې وخت کړې ده، چې په هېواد کې د کورونا وایرس پېښې زیاتې شوي دي او له دې سره به په راتلونکیو ورځو کې په هېواد کې د دغه وایرس د خورېدو خطر لا نور هم زیاتېدای شي.