د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو ویلي ايران په داسې حال کې هم د ترهګرۍ اور ته لمن وهي چې هېواد يې د منځني ختيځ له هغو هېوادونو دی چېرته چې ولس کورونا وايرس سخت ځپلی دی.
پامپيو د مې پر ۱۳مه له اسرايلي وزير اعظم بنيامين نتن ياهو او د ده د نوي حکومت له غړو سره د خبرو لپاره بيت المقدس ته ورسيد.
نوموړی به له يادو چارواکو سره په منځني ختيځ کې د ايران په وروستيوو کړنو، د شام په شخړه، کورونا وبا او نورو مسلو خبرې کوي.