د دې اونۍ د ځوانانو غږ خپرونې موضوع ده چې په نړۍ کې د کورونا وبا له کبله زياتره تعليمي ادارې، سپورټس میدانونه او نور د ساعتيري ځايونه بند دي نو ځوانان په کوم کارونو بوخت دي؟
پر دې مو په اروپا او پاکستان کې له پښتنو ځوانانو سره خبرې کړي.
د قبايلي ځوانانو غورځنګ مشر احسان الله احسان وايي، نصابي او غېر نصابي کتابونو ته يې مخه کړې ، معلوماتي فلمونه، ډرامې او ګټه ور انټرنټي مواد ګوري.
د جرمني د پساو پوهنتون زده کوونکی اويس احمد خان بيا وايي چې د اکسفورډ پوهنتون او د داسې نورو پوهنتونونو لخوا د بېلابېلو ژبو د زده کړې وړيا پروګرامونو څخه ګټه اخلي او هم په جرمني کې د انفارمېشن ټکنالوجۍ زده کونکی مامور اکبرزی بيا وايي، انلاين زده کړې کوي او ورسره له کوره د دفتر کار هم کوي.
د ځوانانو غږ خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.
دا خپرونه د غږ پر ځای کې ارورېدای شئ.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.