کتابونه لوستل په ژوند کې مثبت بدلون راولي: روهيله افغان

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په سروې خپرونه کې مو دا ځل له روهیله افغان سره خبرې کړي ‌دي.‌ روهیله د اسلام اباد په یوه سکول کې په نهم جماعت کې زده کړې کوي. هغې د سکول په یوه نړیواله تقریري سیالۍ کې د سرو زرو تمغه اخیستې ده. روهیله وايي لیکل او مطالعه ېې خوښیږي او پر سوشل میډیا او ټیلي فون خپل وخت نه خرابوي.‌ هغه وايي‌ځوانان دې هم دې اړخ ته توجه ورکړي ځکه چې کتابونه لوستل په ژوند کې مثبت بدلون راولي.‌ روهیله افغان شاعري او انځورګري هم کوي.‌ له روهیلې سره زموږ همکارې ملیحې امیرزاده مرکه کړی ده راځئ چې واورو.