پراګ - په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت ادعا کړې چې د کورونا ضد دارو جوړول به ژر پيل کړي ، په هغه هېواد کې د دې ناورغۍ له وجې د مړو شميره له اتو سوو زياته شوې ده.
د سرکاري وبپاڼې ترمخه د مې تر ۱۶ مې له کورونا وايرس څخه ۸۳۴ کسان مړه شوي او تر لسو زرو زيات جوړ شوي دي.
د شمېرو ترمخه په خيبر پښتونخوا کې ۵۶۷۸، په بلوچستان کې ۲۴۵۷، په سند کې ۱۴۹۱۶، په پنجاب کې ۱۴۲۰۱ او د پاکستان تر انتظام لاندي کشمير کې ۱۰۸ کسان په کورونا وايرس اخته شوي دي.
ريمډيسيور دارو په اړه څيړني رواني دي: ډاکټر ناصر خان
دا په داسې حال کې ده چې د اپريل په ۲۹مه د امریکا حکومت د ريمډيسيور په حواله ويلي وو چې، په تجرباتي توګه دې دارو له کووېډ – ۱۹ ناروغۍ څخه په کم وخت کې د رغېدو په برخه کې هیلې ټوکولې دي.
بلخوا د صحت نړيواله اداره وايي، چې د کورونا وايرس تر دې دمه حتمي علاج نه دی موندلی.
دا هم وګورئ: پاکستان کې به ژر کورونا وایرس ضد دارو جوړ شي: ډاکتر ظفر مرزاکورونا وايرس په اول ځل د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې څرګند شوی وو. ځکه خو ورته COVDI 19 یانې کورونا وایرس ډیزیز -۱۹ ویل کېږي.
د امريکا جانز هاپکنز پوهنتون د شميرو ترمخه د مې تر ۱۶مې پوري په ټوله نړۍ کې د کورونا وايرس د مثبتو پېښو شمېره ۴،۵۴۳،۲۹۷ ته رسېدلې ده او دې ناورغۍ ۳۰۷،۷۰۵ کسان یې وژلي هم دي.
د کورونا وايرس ضد دارو ريميډيسېور به څومره موثره وي، د دې جوړول به څومره موده وخت اخلي او ايا دا دارو مخکې هم کارول شوي او که څنګه؟
دغه پوښتنې د مشال راډيو خبريال ګل اياز په اسلام اباد کې د شفا روغتون له ډاکټر ناصر خان څخه کړې دي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.