په پاکستان کې دننه پروازونه پیلېږي

انځور له ارشیفه

د پاکستان حکومت اعلان کړی دی چې د مې له ۱۶مې به په ملک دننه محدود پروازونه پیل کړي.

د هوابازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان د مې پر ۱۵مه په يوه ويډيويي پېغام کې ويلي چې د ولس ستونزو ته په کتو يې دغه پريکړه کړې ده.

نوموړی وايي چې دغه پروازونه به يوازې د پنځو ښارونو لکه د کراچۍ، لاهور، اسلام اباد، پېښور او کوټې ترمنځ وي.

د هوابازۍ وزير زياته کړې چې په ټولو هوايي ډګرونو کې الوتکې ته له ختو مخکې به د مساپرو باقاعده سکريننګ کېږي او د بدن درجه حرارت به يې هم کتل کېږي.

پاکستان د کورونا وبا د مخنيوي په هدف نېږدې دوه مياشتې مخکې پروازونه تړلي وو.