د خیبر پښتونخوا په مردان کې د عبدلوالي خان پوهنتون د ژورنالزم څانګې د یوه زده کونکي محمد وسیم وړوکي فلم په امریکا کې د ډاکومېنټري فلمونو په یوه نړیواله سیالۍ کې جایزه ګټلی ده.
د امریکا د یوې ادارې کنکټ هر (Connect Her) د مختصر دورانیې د دې فلمونو مقابله هر کال په آسټن ښار کې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د زده کونکیو ترمنځ کیږي، چې پکې زده کونکي په خپلو هېوادو نو کې د ښځو او نجونو پر مختلفو مسلو ډاکیومنټري فلمونه جوړوي.
محمد وسیم د مختصر دورانیې په خپل فلم کې په خیبر پښتونخوا کې ښځو ته په جاییداد کې د برخې نه ورکولو موضوع راخېستې ده او د دې لپاره یې یوه داسې کورنۍ لټولې، چې په ريښتیا د دغه ستونزې سره مخامخ ده. په دغه مقابله کې دوه سوه فلمونه راغلي وو، چې پکې د ۲۰۲۰ کال په لومړنیو څلورو ګټونکو کې د محمد وسیم ډاکومېنټري فلم ځنځیر شلوونکي (چېن برېکر، Chain Breaker) هم راغلی.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.