د افغانستان په سرپل ولایت کې د مې پر ۲۴مه، یو شمېر مېرمنو د اختر په لمانځه کې ګډون وکړ.
د سرپل د ښځو د چارو رییسې نبیلا حبیبي مشال راډیو ته وویل چې د سرپل د امام خرد سیمې په جامع جومات کې شاوخوا ۱۰۰ مېرمنو د اختر لمونځ په جماعت ادا کړ خو نوموړې زیاته کړه چې دوی د عامې روغتیا وزارت ټولې روغتیايي سپارښتنې په پام کې نیولې وې.
مېرمن حبیبي زیاته کړه چې دوی د اختر په لمانځه کې په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره دعا وکړه.