د جنوبي وزیرستان په واڼا کې د مې پر۲۶مه سهار د نا پیژندل شویو وسله والو په ډزو د سیمې د امن کمیټۍ یو ځايي مشر تحصیل خان زخمي شوی دی.
د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي مې پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې په موټر کې سپرو ناڅرګنده وسله والو د تحصیل خان په موټر ډزې پیل کړی چې پکې د هغه ورور وژل شوی دی خو تحصیل خان پکې زخمي شوی دی.
پولیسو وویل، د نوموړي حالت له خطره بهر دی خو ښايي له واڼه بل روغتون ته و لېږل شي.
پوليس وايي، په سیمه کې د لټون عملیات پیل شوي دي.
د دې پېښې ذمه واري لا چا پر غاړه نه ده اخیستې.