د درخانۍ او ادم خان مینه، ریښتونی داستان که خیالي بیان

د ادم خان او درخانۍ انځور

د نړۍ د نورو قامونو په شان د پښتنو هم خپل فولکلوري او تاریخي داستانونه دي چې له مودو راهیسې له یوې سیمې بلې ته او له یوه نسله بل نسل ته منتقل شوي او ژوندي پاتې شوي دي په دې کې یو داستان د ادم خان درخانۍ هم دی چې له ننه خواوشا ۵۰۰ کاله وړاندې د مالاکنډ سیمې د یوسفزو قبیلې د دود دستور او ارمانونو انځور ګري په کې شوی ده ایا دا تش یو خیالي داستان دی او که نه څه تاریخي رښتیا هم لري؟

دا د کال نورلس سوه یو اویایم خبره ده چې د ادم خان درخانۍ په نوم یو سینما سکوپ (فلم ) خپور شو چې د ښایسته مکالمو، موسیقۍ او بدرمنیر او یاسمین خان د ښایسته اداکارۍ له کبله په لر او بر کې پښتنو خوښ کړ.

د دې فلم په یو مکالمه کې درخانۍ ادم خان ته خبر ورکوي چې د هغې پلار طاوس خان هغه د کلي د یو بل خان ځوي پایو خان ته واده کول غواړي او هم دغه د دې کیسې کلایمیکس یا اوج دی، د کومې وروستو چې د دواړو په زړونو کې د مینې د اور لمبې لا تازه کېږي او د خپل مینځي تربګنو، او لطیفو انساني جذبو او خوبونو د قربانۍ سبب جوړېږي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ادم خان درخانۍ د مینتوب څلی

دا کیسه د وخت له تیرېدو سره بدله شوی هم ده او هر چا په خپل رنګ کې کړی ده خو د پښتو اکیډمۍ پخوانې ډایریکتر پروفیسر محمد نواز طایر په خپل کتاب" ادم خان درخانۍ؛یو څیړنه کې لیکي چې د ادم خان او درخانۍ پلرګنو د مالاکنډ د موری د غره په لمن کې په بازدره کې استوګنه کوله.

د ادم خان د پلار نوم حسن خان وو او درخانۍ د طاوس خان ملک لور وه. او دواړه په بایزو او راڼیزو کې یاد خانان وو.

پروفیسر محمد نواز طایر د ښاغلي حبیبي له قوله لیکي چې ادم خان او درخانۍ د اکبر باچا په زمانه کې ژوندي وو.

هغه د دې خبری په ثبوت کې د اخوند درویزه په حواله د محسن خان صوبیدار ذکر کوي چې په پېښور او کابل د اکبر صوبیدار وو.

د ادم خان او درخانۍ د یو بل سره لا له وړوکوالي خاموشه مینه وه خو دغه مینه د درخانۍ د ترور د لور بسکۍ په واده کې څرګنده شوه.

د خپلې ترور په کور درخانۍ خپل ښایست، پیغلتوب او حیا په ستر کړی وه خو څه وخت چې د پیرصالح په وینا ادم خان په رباب ګوتې پوری کړی نو د درخانۍ نه صبر ونشو او په ښکاره مخ ننداری ته ودریده او د مینې اور يي لمغړې وکړی.

ادم خان د درخانۍ د خپلولو لپاره ډیرې هڅې وکړی خو هغه پلار د یو بل ملک زوی پایو خان ته ورکړی وه. د مینې لیونتوب او درخانۍ سره کړیو لوظونو ادم خان مجبوره کوي چې د واده په شپه درخانۍ له خپل کوره روانوي او د خپل سخر میرمايي ملک کره يي په ننواتی بوځي.

خبره د ناموس اوغیرت وه، نو پایو خان د میرمیايي په کور لښکر کشي کوي او هغه دې ته اړ کوي چې د ځینو مالي ګټو په بدل کې درخانۍ په ډولۍ کې د هغه کور ته ستنه کړي.

له دې وروستو د بیلتون یوه وږده موده رامنځ ته کېږي چې د ادم خان او درخانۍ په زړه چاودون او دغه قبیلو تر مینځ په تربګنۍ او تاوتریخوالي تمامیږي.

ادم خان په مات زړه د وطن پریښودو ته اړ کېږي، خو غمونو دومره رنځولي وي چې د خټکو په سیمه مصري بانډه کې د سفر پر مهال ساه ورکوي. درخانۍ چې خبریږي نو هغه هم په ژوند ستومانه شي او د ادم خان په غم کې له فاني جهانه سترګې پتې کړي او دواړه د یو بل سره د یو ځاي کیدو ارمان د ځان سره ګور ته یوسي.

دا داستان وخت په وخت سینه په سینه او یا د سندرو او بدلو په شکل کې د پښتنو په حجرو او میلسونو کې په وار وار ویل شوی دی او د نیمګړې مینې مینانو ورسره اوښکې توې کړي دي. د ادم خان درخانۍ کیسې لیکلې بڼه کله خپله کړه په دغه اړه لیکوال او شاعر امجد شهزاد وايي داد ۱۵ مې صدۍ عیسوۍ خبری دي خو د خوند خبره داده چې د د پښتنو د اکثرو داستانونو پیښې د اکبر باچا د زمانې سره تړلي دي ، ځکه چې پخوا دومره لیک لوست نه وو نو پښتنو د اکبر باچا زمانه ډیره لرغونې ښکارېده.

نوموړی وايي دا داستان سینه په سینه او په خبرو او میلسونو کې له یو وخته بل وخت ته منتقل شوی خو په لیکلې بڼه هم ددې بیلا بیلې حوالې په کتابونو کې هم راغلي دي.

امجد شهزاد زیاتوي" په دې کیسه وړومبې کار عبدالله کړی وو، بیا دا کیسه هنري جارج راورټي د پښتو ګرامر په اړه د خپل کتاب په مقدمه کې د دې کیسې ذکر کړی دی. بیا ورووسته فخرالدین صاحبزاده دا په نثر کې ولیکله او ورپسې د خوشال خان خټک ځوي صدرخان خټک د ادم خان درخانۍ یوه خوندوره مثنوي ولیکله. اکبرشاه پشاوري، مولوي احمد او برهان هم دا کیسه لیکلې او جیمز ډارمیسټیټر په خپل پیژندلي کتاب د پښتونخوا د شعر هار وبهار کې د دې کیسې ذکر کړی دی او بیا د پښتو یو بل شاعر په اوږد بحر کې د ادم خان درخانۍ مثنوي لیکلې ده. او مستشرق الفینسټن د ؛ Recount of Kabul کې د ادم خان درخانۍ د کیسې ذکر کړی او ویلي يي دا چې دا په هغه وخت کې ډېره مشهوره کیسه وه."

ادم خان او درخانۍ په اصل کې څوک وو؟ او په دې داستان کې رښتیا څومره دي؟

په دې اړه ښاغلې حبیبي "د کابل کالنۍ" د کال ۱۹۴۴-۴۵ په ګڼه کې لیکي چې میجر راورټي د مولوي احمد د کتاب د مقدمې په حواله دا واقعه بالکل رښتیا ګڼي او درخانۍ د سوات د سرحد کوزی بازدرې د یو خان لور بولي او ادم خان د بره بازدری د یو خان مشر ځوې ګڼي خو د دواړو د پلرګنو او پلرونو نومونه په دغه مجله کې نه دي ذکر شوي.

ښاغلې راز محمد ویښ د مولوي احمد په حواله وايي" ددغه واقعې سترې پیښې هم په بازدره کې واقع شوي دي خو دغه کیسه د اکوړي سره نیزدی د کابل د سیند په غاړه په مصري بانډه کې پاي ته رسیدلی ده او ددغه عاشقانو ادیره اوس هم د تولاندۍ کلي سره څیرمه لیدل کیږي."

د پیښور د پښتو اکیډمۍ څیړنکار ډاکټر شیر زمان سیماب وایي چې دا داستان وړومبې د خوشال خان خټک ځوي صدر خان خټک د خپل پلار په وینا لیکلې وو.

سیماب وایي" د صدر خان خټک مور یوسفزۍ وه او د حمزه خان بایزي خور وه. صدرخان خټک په خپله مثنوي کې خبره کوي چې هغه دا کیسه د میرو د ځوي نه اوریدلی وه. نو کیدې شي دا هم هغه میرو وي ، چې د ادم خان ذاتي نوکر هم وو او نیزدی ملګری هم.او د هغه ځوې دا کیسه د صدر خان خټک د وړاندی کړی وي. صدر خان خټک پلار ته دا کیسه وکړه نو هغه ورته وویل چې ته دا اولیکه ځکه چې د یوسفزو خوریې يې نو ډیره ښه به يي ولیکي. بل دا چې د صدر خان خټک زمانه ددې کیسې واقعاتو ته ډیره نیزدی ده نو خامخا د هغه وخت ځینې رښتیا به په کې ورګډ وي. د صدر خان خټک مثنوي په دې اړه تر ټولو وړومبې هڅه ده. د شعر وشاعرۍ خبرې به په کې وي خو دا حقیقت ته نېږدې ښکاري."

او میرو په دې کیسه کې د ادم خان نوکر هم دی او ډیر نېږدې ملګری یې هم دی، نو کېدای شي خان په کیسه کې یو کردار هم دی.

لیکوال او څیړنکار ډاکټر خادم حسین بیا وایي چې دا رقم داستانونه د هر قام او قبیلې سره تړلي وي، او د هغه وخت د دود دستور، غم ښادۍ، ښه او بد د تصور، قلبي وارداتواو ولسي او جمالیاتي قدرونو څرګندونه تری کېږي.

نوموړی زیاتوي چې د داسې داستانونو په اړه د پیښو د واقعیت پوښتنه نه راولاړېږي نوموړی زیاتوي دا کیدې شي چې وخت په وخت ورپه کې شاعرانو، کیسه مارو او داستاو ویینکو د بیان د خوند ډیرولو لپاره له ځانه څه یو ځای کړي وي، بیا هم دا داستانونه تر خپل شا د یو قام د تاریخي او کلتوري مزل رښتیا لري.

ډاکټر خادم حسین وایي" که تاسو د بابل ولسي داستانونه راخلۍ او یا د یونان او هند نو دې ټولو کې بنیادي توګه باندی د پیښو د واقعیت پوښتنه نه راوچتیږي. په داسې وخت کې چې کله د کایناتي واقعاتو او مظاهرو د پیژندلو علمي الات او پوهه نه وو راغلې، نو د ټولنیزو نفسیاتو اظهار به په ټولنیزه توګه د کیسو او داستانونو په شکل کې کیده ، او د وخت تیریدو سره سره به په کې نوری خبری هم یوځاي کیدی. نو ځکه زه دا خبره کوم چې دغه، داستانونه په بیلا بیلو وختونو کې زمونږ بنیادي ارزښتونه مونږ ته په ګوته کوي او د دې لپاره د تاریخي اسناد ضرورت نشته."

په بریتانیا کې میشت د مالاکنډ د سیمې یو اوسیدونکې او لیکوال ذاکرحسین وايي چې دغه کیسه يې له وړوکوالي له خپلو مشرانو په کور او حجره کې اوریدلی ده او د سیمې د نورو ځوانانو او پیغلو په شان يي د ادم خان او درخانۍ په کردارونو کې کې يي د مینې، ننګ او قربانۍ زده کړی کړي دي.

نوموړی وايي چې دا رومانس د مالاکنډ نه پرته د پښتنو په نورو سیمو کې هم ډیر په مینه او عقیدت اوریدل کیږي او د یوسفزیو د ژوند د یو مهم دور ننداره په کې کېدای شي.

ذاکر حسین وایي، داستانونو کې د خپل وخت اقتصاد او د خپل وخت محرومۍ هم پټې وي.

د مثال په توګه د جاګیرداري په نظام کې ناموس او عزت ډیر مهم قدرونه دي او ډیر بندیزونه په کې وي. خو که په دې کیسه کې وګورۍ نو ادم خان د رباب د ساز په وسیله د درخانۍ زړه ګټلې وو، او په ډېرو بندیزونو کې يې د یو بل د لیدلو لار ایستلې وه.

دا کیسه خلکو ته د هغه وخت د طبقاتي تفریق، دود دستور، بندیزونو او قلبي وارداتو انځورونه ښکاره کوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د درخانۍ او ادم خان مینه ریښتونی داستان که خیالي بیان



اوس پوښتنه داده چې که چیرې دا کیسه څه رښتیا لري نو باید چې څه یادګارونه یا نښې نښانې خو يي موجودی وې ـ په دغه اړه د مالاکنډ د پلۍ کلي یو وسیدونکې او څیړنکار ډاکټر محمد طارق وايي چې اوس هم په بازدره کې خلک د هغه ګودر په خوا کې میلې راجوړوي او شاعران مشاعرې کوي ، د کوم په اړه چې ویل کیږي چې د ادم خان او درخانۍ د یو بل سره د لیدلو کتلو ځاي وو. نوموړی وايي داسې څه یادګارونه یا قبرونه خو نشته ، البته ټول خلک د ادم خان درخانۍ په یاد کې هم دغه ځاي ته راټولیږي.

ډاکټر محمد طارق وایي چې د ادم خان درخانۍ ګټ په بازدره کی دی ، چې خوا ته يي اوبه بهیږي او ګودر دی. ځاي خلک ورته رود وایي. دا غریزه سیمه ده او ټول کلې به هم دلته راتلو ، ځکه چې اوبه بنیادي ضرورت وو. زه د وړوکوالي نه دا کیسه اورم چې درخانۍ به هم دلته راتله ، او ادم خان به دې ګټ ته ختلې وو او رباب به يي غږوو. درخانۍ چونکه د خان لور وه نو دا ممکنه نه وه چې څوک ورته غږ وکړي. یو ورځ درخانۍ دغه رود ته راغلې وه ، ادم خان يي د لیدو په هڅه کې وو ، خو مخې ته يي دا ګټ راغلو. خلک کیسه کوي چې ادم خان سوال وکړو چې داسې سبب وشي ، چې دا ګټ لیری شي او دې درخانۍ دیدن وکړي ، نو دا کاڼې په مینځ دوه شو او هغه د درخانۍ دید وکړ. بس دا ولسی کیسه مشهوره ده ، نور دلته د هغوي څه یادګارونه یا قبرونه نشته؟

خو څیړنکار ډاکتر شیر زمان سیماب وايي چې د ادم خان درخانۍ قبرونه په مصرۍ بانډه کې دي خو کله چې د دوه زره پنځم کال نه وروستو په دې سیمه کې ناامني ډېره شوه ، او په سکولونو او د پښتنو د اتلانو په قبرونو بریدونه پیل شو ، نو شرخوښو دغه قبرونه هم وران کړل نوموړی زیاتوي چې په دغه اړه نورو څېړنو او کار ته اړتیا ده ځکه چې ځني خلک بیا د دوي قبرونه د بازدرې په ادیره کې په ګوته کوي.

له ادم خان درخانۍ سره د پښتنو د جذباتي تړون او مینې له کبله پښتو شاعرانو په خپل خپل رنګ کې دې دواړو نازولو عاشقانو ته د مینې نذرانې وړاندی کړي دي او د ادم خان کردار د پښتنو په کلتوري ژوند کې یو داسې علامت ګرځیدلې دی چې د ټولنیزو بندیزونو او سختو رواجونو په مینځ کې د مینې د جنت خوبونه ویني ، او د درخانۍ په لټون کې د رباب د ساز او ټپو په سوز کې د خپل زړه چاودي منزل په لور مزل کوي.

پاس په کمر ورته ولاړ اوم

چې د جانان مخ يې قبلې ته واړونه