نیم ټولبند د کورونا په مخنیوي کې مرسته کولائ شي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په کوټه کې نور ټرانسپورت بند دی خو رکشې روانې دي

پراګ:- د بلوچستان حکومت اعلان کړی دی چې د جون له دوهمې نېټې به د سهار له نهو د مازیګر تر اوو بجو ټول مارکېټونه او دوکانونه خلاص وي.

په اعلان کې یې دا هم ویلي چې په اونۍ کې به یوازې د جمعې په ورځ هرڅه تړلي وي.

د مرکزي ښار کوټې ترڅنګ د بلوچستان زیاتره ښارګوټي داسې دي چې په عام ژوند کې هم د ماښام پر لمانځه بندېږي.

د بلوچستان د حکومت له ویاند لیاقت شاهواني څخه مو وپوښتل چې د دې ټولبند به د کورونا وایرس په مخنیوي‌ کې څه ګټه وي؟

هغه وویل چې د حکومت اعلان مطلب دا نه دی چې هرڅه دې خلاص وي بلکې د ده په وینا ډېر څه اوس هم تړلي دي.

(په نورو ځایونو کې په اونۍ کې دوې ورځې رخصتي‌ ده خو موږ په بلوچستان کې یوازې د جمعې ورځ رخصت کړې ده خو له دې سره احتیاطي تدابیر تړلي

مخکې به هره ورځ له ۱۰۰ تر ۱۵۰ نوي ناروغان پیدا کېدل خو له تېرې یوې اوونۍ راهسې هره ورځ تر ۳۰۰ سوه زیات ناروغان پیدا کېږي نو د دې مطلب دا دی چې کورونا وایرس ډېر خپور شوی دی.
ډاکټر یاسر خوستی


دي او تجارانو ته مو ویلي چې که یې د احتیاطي تدابیرو په عملي‌ کولو کې مرسته نه کوله نو موږ بیا په اونۍ کې رخصتۍ زیاتوو.)

خو د کورونا وایرس پرضد مبارزه کوونکي ډاکټران وايي‌ چې د بلوچستان په څېر ټولبند د کورونا وایرس په مخنیوي کې هیڅ مرسته نشي کولای.

د ځوان ډاکټرانو یو مخکښ ډاکټر یاسر خوستي د جون پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې د ټولبند مطلب دا دی چې هر څه هره ورځ په مکمله توګه بند وي.

(ټولبند موږ د دې لپاره کاوی چې د خلکو له یو بل سره ناسته ولاړه بلکل ودرېږي خو د داسې ټولبند هیڅ ګټه نشته چې دوې ورځې ټولبند وي‌ او نورې ورځې بیا نه وي‌ هغه ځکه چې هم دا خلک بیا له یو بل سره کښېني‌ او له دوی څخه یو بل ته وایرس لګېږي. )

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

کورونا وايرس او د کوټې تړلي بازارونه


ډاکټر یاسر خوستي وویل همدا وجه ده چې په صوبه کې په کورونا وایرس د اخته خلکو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي.

(مخکې به هره ورځ له ۱۰۰ تر ۱۵۰ نوي ناروغان پیدا کېدل خو له تېرې یوې اوونۍ راهسې هره ورځ تر ۳۰۰ سوه زیات ناروغان پیدا کېږي نو د دې مطلب دا دی چې کورونا وایرس ډېر خپور شوی دی.)

د حکومت ویاند لیاقت شاهواني نه یوازې د کورونا وایرس زیاتېدل تایید کړل بلکې ویې ویل چې د ده په وینا ټولبند هم د پام وړ ګټه نه ده رسولې.

(زموږ معلومات دا دي چې په مې میاشت کې د کورونا وایرس ناروغان زیات شوي‌ دي. په مارچ او اپرېل کې ۱۱۰۰ کیسونه وو او یوازې په مې میاشت کې ۳۴۱۴ کېسونه وو. ټول چې څومره ناروغان دي د هغوي ۷۵ فیصده یوازې په مې میاشت کې راغلي دي. د هم دې مې میاشت په ورستیو دوو اونیو کې جزوي‌ ټولبند وو خو په هغه او تر هغه وړاندې حالت کې څه فرق نه دی شوی.)

انجمن تاجران بلوچستان که څه هم د حکومت له اړخه د ټولبند په اړه د نوي‌ اعلان هرکلی کوي خو بیا هم ځینې داسې غوښتنې لري چې د دوي په وینا پر ځای دي.

(چې دا کومو هوټلونو ته یې د شپه او ورځ کار کولو اجازه ورکړې ده په هغوي‌ کې د خلکو د کښېنولو اجازه نشته ، هغه هم باید ورکړي ، هغه ځکه چې پر ایرپورټ روډ ، کچلاغ روډ او یا د مستونګ پر لور چې د کوټې کوم لوی هوټلونه دي هغه د ناستې لپاره ډېر پراخ ځایونه لري نو زموږ غوښتنه دا ده چې دوي ته د خلکو د کښېنولو اجازه ورکړي ولې چې دوي ټولبند ډېر ځپلي دي.)

دا په داسې حال کې ده چې د سرکاري شمېرو له مخې په بلوچستان کې د جون میاشتې تر دویمې نېټې تر ۴۵۰۰ زیات کسان کورونا وایرس نیولي چې له کبله یې لږ تر لږه ۴۹ کسان مړه شوي هم دي. په بلوچستان کې تر اوسه له کورونا وایرس څخه ۱۵۶۵ کسان جوړ شوي هم دي.