نن د جون پر درېمه د ملګرو ملتونو تر سیوري لاندې د سایکل نړیواله ورځ لمانځل کېږي.
د ورځې لمانځلو مرام دا حقیقت منل دی چې سایکل یوه ارزانه سورلۍ ده چې له تېرو دوو پیړیو راهیسې خلک کاروي، او د تګ راتګ او یو بل سره د اړیکو ټینګو ساتلو لپاره ګټه ترې پورته کوي.
د سایکل سورلي ساده ده او د چاپیریال لپاره هم ښه ګڼل کېږي.
دا ورځ اوس د ښه جسماني او ذهني صحت له تصور سره تړلې ده او د شکرې رنځورانو لپاره ګټه لري.
ملګرې ملتونه د دې ورځې په لمانځلو سره په نړۍ کې پر هېوادونو غږ کوي چې د پرمختیایي ستراتیجۍ د جوړولو پر مهال په مقامي، سیمه ایزه او بین المللي کچه، د بایسیکل له وړتیا سترګې پټې نه کړي.