د واکسین نړیواله سرمشریزه نن د جون پر څلورمه په لندن کې کېږي.
تمه ده چې په دې غونډه کې به د کوویډ۱۹ ناروغۍ پرضد د واکسین او د دې وبا پر وړاندې د مدافعت د پروګرامونو لپاره د ۷.۴ بیلیونه ډالره مرستې ترلاسه کړل شي.
په دې غونډه کې به د نړۍ پنځوس هېوادونه او همداراز هغه کسان چې خیریه بنسټونه لري د واکسین د نړیوال اتحاد لپاره چنده راټوله کړي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا د روغتیا له نړیوالې ادارې سره خپلې مالي مرستې ځنډولې دي.
په نړۍ کې یو شمېر کمپنۍ او څیړنیزې ادارې هڅه کوي چې د کوویډ ۱۹ د ناروغۍ ضد واکسین جوړ کړي.
د روغتیا ځینې پوهان وايي چې کېدای شي واکسین د ۲۰۲۱ کال تر پا وړاندې تیار نه شي او د روغتیا نړیوالې ادارې خو ویلي چې کېدای شي د کورونا وایرس پرضد واکسین هډو جوړ نه کړل شي.