په امريکا کې لاریونوال او پولیس د جوړجاړي او سولې خبره کوي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په امریکا کې د مظاهرو د پېښو خبرونه د ځینو هېوادونو په رسنيو کې خپاره شوي. خو دوی دا نه ښيي چې د نښتو پرمهال د لاريونوالو او پوليسو له لوري د ملاتړ، مینې او مهربانۍ ډېری کارونه هم شوي دي. په امريکا کې لاریونونه تر هغې وروسته پيل شول چې د پوليسو يو افسر د یو بې وسلې تور پوستي جارج فلایډ د نیولو ویډیو خپره شوه. په هغه ویډیو کې پولیس افسر ښوول شوی چې د فلایډ پر غاړه یې د څو مېنټو لپاره خپل زنګون ایښی وو. وروسته فلایډ مړ شو.