په پاکستان کې د کورونا وايرس مخنیوي مرکز د هېواد په ۲۰ ښارونو کې د احتیاطي ټولبند (سمارټ لاکډاون) سپارښتنه کړې ده.
نېشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سېنټر پرون ناوخته [د جون پر ۱۵مه] په خپل بيان کې ويلي چې د اسلام اباد، کراچي، لاهور، پېښور او کوټې په ګډون د پاکستان په ۲۰ ښارونو کې کورونا وبا په تېزۍ سره خپرېږي چې د مخنيوي لپاره يې په دې ښارونو کې بندېزونه لګول پکار دي. له دې وړاندې د دې مرکز مشر او د پلان وفاقي وزير اسد عمر هم د جون پر ۱۴مه ويلي و چې که اوسنی حالت همداسې روان وينو د جولای مياشتې تر پايه په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۱۰ لکه ته رسېدلی شي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د خېبر پښتونخوا حکومت هم د صوبې په حساسو ځایونو کې د احتیاطي ټولبند پرېکړه کړې ده. د ګل/دوشنبې ورځ په پېښور کې د صوبې اعلا وزیر په مشرۍ د کورونا وایرس مخنیوي لپاره د جوړ شوي ټاسک فورس په غونډه کې د دې اقدام پرېکړه وشوه چې د پېښور، اېبټ اباد او بټګرام په ځېنو سيمو کې محدوديتونه لګول کېږي او له هغه وروسته به نورو سيمو ته هم غځول کېږي. له پرېکړې سره سم د سمارټ لاک ډاون ځایونو ته به نه له بهره څوک ورځي او نه به له هغو ځایونو څوک راوځي.
پاکستان کې ۱۴۸،۹۲۱ کورونا وړجني
په پاکستان کې په تېر يو شواروز کې له کورونا وايرسه ۱۲۱ نور کسان مړه شوي او تر څلور نيم زره زيات نوي کسان په اخته شوي دي. دا ډول په ټول هېواد کې [د جون تر ۱۶مې] په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۱۴۸،۹۲۱ ته رسېدلی دی. بلخوا له دې وايرسه ټولټال ۲،۸۳۹ کسان مړه شوي او تر ۵۶ زره زيات بېرته ورڅخه رغېدلي هم دي. کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی. تر دې دمه په نړۍ کې تر ۸۱ لکه ۱۸ زره زيات کسان په دې وايرس اخته شوي چې تر څلور لکه ۳۹ زره زيات ورڅخه مړه شوي او څه باندې ۴۲ لکه بېرته رغېدلي هم دي.
اروپا کې پولې خلاصېږي
د اروپا يوشمېر هېوادونو خپلې پولې د نورو اروپایي هېوادونو پرمخ بېرته پرانيستلي دي. دغه پولې د کورونا وايرس د خپرېدو له امله له درېو میاشتو راهیسې د لګول شویو محدودیتونو پر مهال تړل شوې وې. د دغو هېوادونو له ډلې جرمني، بلجیم، فرانس، یونان او چېک جمهوریت پرون خپلې پولې پرانیستلې او اسټريا به نن دا اقدام کوي. د اروپا يوشمېر هېوادونه خپلې پولې په داسې حال کې پرانېزي چې اروپایي کمېسیون تېره اوونۍ د دې اتحاديې غړیو هېوادونو ته سپارښتنه کړې وه چې تر ممکنه حده خپلې پولې بېرته پرانېزي. خو د دغو پولو له پرانیستلو سره سره هر هېواد د کورونا وايرس د ازموینې، کرنتين او د سفر کولو ځانګړو سپارښتونو په ګډون ځانته مقررات لري.