بلوچستان: "یاره اوبه نشته اغا جانه"

پراګ - په بلوچستان کې له کلونو راهسې د وچکالۍ له کلبه د اوبو سطح ورځ تر بلې کښته ځي. د دې له کبله د مرکزي ښار کوټې په ګډون په یو شمېر نورو ښارونو کې خلک د څښلو د اوبو له کمي سر ټکوي.

تېرو حکومتونو په وار وار اعلانونه کړي وو چې د دې مسلې د حل لپاره یې تګلارې جوړې کړې دي خو تر اوسه دا مسله لا هم نده هواره شوې.

د کوټې یو اوسېدونکي سلیم خان مشال راډیو ته وویل ، د څښلو اوبه نه درلودلو یې زوند لا ستونزمن کړی دی.

ده وویل ، وړوکې کورنۍ یې ده خو بیا هم د میاشتې له پنځو تر شپږو زرو روپۍ پر اوبو ورکوي کوم چې د ده په وینا ، د هر کس د وس خبره هم نه ده.

هغه زیاته کړه ، ''که چیرې د ټېنکۍ والا ته موږ ووایو چې یو ټېنکۍ اوبه راوړه نو هغه وايي بجلي نشته او بیا وايي‌ ج چې تر تاسو لومړی نورو راته ویلي دي ، بیا موږ دوه درې نمبره انتظار کوو ، چې څوک موټر سایکل یا بله وسیله لري هغوي‌ لاړ شي یو څه اوبه پیدا کړي خو چې وس له لري‌ هغوي‌ تر هغه وخته ناست وي چې ټېنکۍ ورته راځي.''

تر کوټه وروسته لورالايي‌ یو له هغو سیمو ده چې د وچکالۍ له کبله ډېره ځپل شوې او د څښلو اوبه پکې ډېرې کمي دي.

سمیع الرحمان د لورالايي‌ یو له هغو کسانو دی چې د کورني‌ استعمال لپاره اوبه په پېسو اخلي.

دی وايي ، یوازې پیسې نه ورکوي‌ بلکې اوبه راوړونکو ته زارۍ او انتظار هم کوي.

سمیع الرحمان وویل ، "یو خو چې د ټېنکر والا ته ووایو چې اوبه راوړه ، هغه یې درې ورځې وروسته راوړي ، بیا په شاوخوا زر روپۍ یو ټېنکر دی ، غریبان یې بلکل وس نه لري‌، هغه ځکه چې د درمیانه کورنیو پنځه شپږ ټېنګر اوبه په کار وي‌ او لویې کورنۍ خو د میاشتې لس ټېنګره اوبو ته ضرورت لري."

زیاته کړه چې "کله کله پکې د ټېنکر ولا خرابې اوبه راوړي ، څه ورته ویلای نو شو هغه ځکه چې بیا دغه اوبه هم نه راوړي. بس دا مو ژوند دی او‌ ډېر یې ستړي کړي یو."

په ډېری سیمو کې اوبه نشته خو په ځینو سیمو کې بیا دومره تروې یا مالګېني دي چې د څښلو نه دي.

په هغو سیمو کې یوه پښتون مېشته ضلع دکۍ هم ده چې تر مځکه لاندې یې په لوی شمېر د کویلې کانونو له کبله د اوبو خوند ډېر خراب دی.

د یادې سیمې یو اوسېدونکي جهانګیر خان مشال راډیو ته وویل یو پلو اوبه د څښلو نه دي او بل پلو خلک د غربت له وجې په پېسو خوږې اوبه نشي اخیستلای.

ده وویل ، "دا د کویلې د کانونو سیمه ده او دلته اوبه ډېر تروې او ترخې دي ، بل پلو په ۱۰۰۰ او ۱۵۰۰ یو ټېنکر دی او غریبان د هغه وس نه لري."

په بلوچستان کې روانې اوبه د نه برابر دي‌ او په زیاتره سیمو کې خلک د ټیوب وېلونو په وسیله اوبه راباسي. خو په دې کې بله ستونزه دا ده چې په لرې پرتو سیمو کې بیا بجلي نه وي.

د دوکۍ یو بل اوسېدونکي اصف خان ترین وايي ، د ښار خلک خو پاکې اوبه له ټیوبوېلونو راوړي خو د لرې پرتو سیمو خلک پر باراني‌ اوبو څښلو مجبور دي.

هغه وویل ، "هلته د بجلۍ بلکل تصور هم نشته او خلکو د باران اوبو ته تالابونه جوړ کړي وي او هغه اوبه بیا د خوراک ، څښاک او د کور د نور ضرورت لپاره استعمالوي. په دوکۍ کې د پاکو اوبو ډېره لویه مسله ده."

په بلوچستان کې د څښلو د اوبو کمي مسله دومره جدي ده چې د اوبو خرڅوونکي لا له ستونزو سره مخامخ دي.

په کوټه کې مې د خلکو کورونو یو اوبه وړونکي سعید محمد ته ټلیفون وکړ او هغه راته وویل

سعید محمد وویل ، "یاره اوبه نشته اغا جانه ، یو وای ماته یې راوړه او بل وای ماته یې راوړه ، درې ورځې هم خلک ناست څلور ورځې هم ناست وي ، اوبه نشته ، موږ هم ستړي دوي هم ستړي ، کله ورته وایو چې اوبه نشته ، کله ورته وایو چې نمبر نشته او کله ورته وایو چې بجلي نشته ، اوس څه وکړو."

سعید محمد وویل ، په درې سوه یو ټېنکر د ټیوب ویل له مالکه اخلي او بیا یې په شاوخوا ۱۲۰۰ روپۍ پر خلکو خرڅوي.

د اوبو د انتظامي چارو پوره ډاکټر رزاق ناصر وايي ، د دې خلکو شکایتونه او غوښتنې بلکل پر ځای دی.

ده وویل ، دا مسله په ځانګړې توګه په ښاري سیمو کې زیاته ده ، ځکه چې خلک په لرې پرتو سیمو کې د اسانتیاوو نیشتوالي له کبله ښارونو ته کډې کوي.

ده وویل، "زموږ په سیمه کې د اوبو سطح ورځ تر بلې کښته روانه ده او وار له مخه تر خطرناک حده کښته شوې ده. د دې وجه دا ده چې د ابادۍ له زیاتېدو سره خلک ښاري سیمو ته کډه شول او هلته په کورونو کې د اوبو استعمال زیات شو. بل چې د اوبو د انتظام کومې ادارې دي هغوي‌ هم سمه منصوبه بندي نه لري چې له کبله یې کورونو ته د ضرورت مطابق اوبه نه ورځي."

په بلوچستان کې د اوبو کمی نژدې دوې لسیزې وړاندې هغه مهال پیل شوی وو چې په پاکستان کې د پوځي واکمن پرویز مشرف حکومت وو.

په هغه وخت کې وفاقي حکومت اعلان کړی وو چې په ځانګړې توګه به د کوټې ښار لپاره د څښلو پاکو اوبو بندوبست کوي.

خو تر هغه وروسته دا دریم حکومت دی خو تر اوسه لا هم خلک هغسې د اوبو له کمي سر ټکوي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ ډاکټر حامد خان اڅکزی په تېر حکومت کې د بلوچستان د پلان جوړونې وزیر وو.

نوموړي مشال راډیو ته وویل چې دوي یو پلو په ټوله صوبه کې درې سوه واړه او لوی ډېمونه جوړ کړي وو او بل پلو یې کوټې ته د اوبو لپاره دوې ځانګړې منصوبې هم منظوره کړې وې.

ده وویل چې نواز شریف ته یې خواست کړی وو او هغه د نهه اربه روپیو په لګښت د مانګي‌ نومي ډېم منظوري ورکړې وه.

ډاکټر حامد وویل ، "دغه ډېم اوس جوړېدو ته نژدې دی. د دې به تر کوټې د اوبو رسولو لپاره د پمپنګ درې څلور سټېشنونه جوړېږي ، دا به د کوټې له ۳۰ تر ۳۵ فیصده اوبو ضرورت پوره کړي او بل د برج عزیز خان ډېم دی چې موږ یې پلان تیار کړی وو او اوس معلومات داسې دي چې منظوري یې شوې ده او که چېري اوسني حکومت جوړ کړ نو دا به لږ تر لږه له ۴۰ تر ۵۰ فیصده اوبو مسله هواره کړي."

د بلوچستان عوامي‌ ګوند په مشرۍ اتحاد حکومت د دویم کلني بجټ وړاندې کولو په تیارۍ بوخت دی.

د اوبه خور صوبايي وزیر نور محمد دومړ مشال راډیو ته وویل چې که څه هم تر اوسه منظوري یا ردېدو نه دي څرګند خو دوي‌ په کوټه او نورو ضلعو کې د اوبو د کمي پوره کولو لپاره لږ تر لږه په اربونو روپۍ بېلوي.

هغه زیاته کړه چې "دا بې له شکه زموږ لپاره یو ننګونه ده ، او زموږ د حکومت به لومړی کار دا وي چې د کوټې په شاوخوا کې د ځینو ډېمونو وړاندیزونه شوي دي او بل په ښار کې دننه یو شمېر ټیوب وېلونه بند دي نو چې څنګه بجټ منظور شي پر دې به کار پیل کېږي."

نور محمد دومړ زیاته کړه چې په بجټ کې یې د ټاونشپ په نامه برخه ځانګړې کړې ده چې د صوبې په نورو ضلعو کې د څښاک د اوبو مسله هواره کړي.

بلوچستان د رقبې له پلوه د پاکستان تر ټولو لویه صوبه ده او ټولې ۳۴ ضلعې لري خو زیاتره سیمې یې غرنۍ او له روانو اوبو بې برخې دي.