"لُور يې درې کاله وروسته په کفن کې راته راوړه"

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بلوچستان په مسلم باغ سيمه کې په تشدد سره د يوې ښځې وژل کېدل پر خواله رسنيو په پراخه توګه غندل شوي دي.
د ۳۳ کلنې بي بي حاجرې پر خاوند او لېور تور دی چې دا يې په وهلو ټکولو وژلې ده. که څه هم دوی دواړه اوس تښتېدلي خو پوليس يې د نيولو لپاره عمليات پيل کړي دي.
دا چې د حاجرې له مړينې وروسته د هغې پر کورنۍ څه تېرېږي او په پاکستان د ښځو پر وړاندې څومره تشدد کېږي؟ احمد شاه اعظمي يې په دې راپور کې وړاندې کوي.