افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر راکم شوی: مکېنزي

د امریکا د مرکزي کمانډ مشر جنرال کېنېت مکېنزي

د امریکا د مرکزي کمانډ مشر جنرال کېنېت مکېنزي ویلي هېواد یې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له طالبانو سره په فبرورۍ کې د موافقې هغې سطحې ته ښکته کړی چې ورباندې سلا شوې وه.

مکېنزې، چې د سیمې د پوځي چارو مشري کوي، د جون پر ۱۸مه یې په امریکا کې د اسپېن انسټیټیوټ په نوم د څېړنیز مرکز یوې غونډې ته وویل، واشنګټن له طالبانو سره په موافقه کې د ۱۳۵ ورځو په موده کې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۸،۶۰۰ ته پر ټیټولو سلا شوی وو چې اوس هغه شمېر ته رسېدلي دي.

د سولې موافقه له افغانستانه د امریکايي سرتېرو وتلو او د طالبانو او امریکا پلوي افغان حکومت ترمنځ د سولې د خبرو لپاره د زمینې جوړولو په نیت شوې.

له هوکړې سره سم، امریکا سلا شوه چې د جولای تر نیمايي پورې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له ۱۲،۰۰۰ څخه ۸،۶۰۰ ته ښکته کړي.

که موافقه له پلان سره سمه عملي شي نو د ۲۰۲۱ز کال تر نیمايي پورې به ټول امریکايي او بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

د موافقې یوه مهمه برخه له طالبانو غواړي چې له ټولو سختدریځو ډلو لکه القاعدې او اسلامي دولت سره ټول تعلقات ختم کړي.

مکېنزي وویل، امریکا ګوري او انتظار کوي چې طالبان د القاعدې پرضد څه کوي خو زیاته یې کړه چې له طالبانو سره وخت نور په کمېدو دی. طالبانو د امریکايي جنرال د تازه څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي.