د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشرانو سره کتلي او ورسره يې د سولې په پروسه خبرې کړي دي.
محمد صادق خان نن[ جون پر ۱۹مه] مشال راډیو ته په یو بیان کې ویلي چې تیره ورځ يې د قطر په پلازمینه دوحه کې د ملا عبدالغني برادر او نورو طالب مشرانو سره ملاقاتونه کړي.
نوموړي زیاته کړې چې پاکستان به په افغانستان کې د روغې جوړې او سولې لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.
د طالبانو سیاسي دفتر مشر ملا برادر په ملاقات کې ویلي چې د امریکا او طالبانو تر منځ د لوظنامې د لاندې د بندیان خوشي کول به بین الافغاني خبرو ته لار هواره کړي.
محمد صادق په خپل بیان کې ویلي چې پاکستان د بین الافغاني خبرو لپاره دوحه یو مناسب ځای ګڼي بیا هم دا د ټولو خواو پورې ده، چې په دغه اړه حتمي پرېکړه وکړي.