د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړي نصراله زیري د جون پر ۲۱مه مشال رېډیو ته وویل چې حکومت د تېر کال بودیجې وړاندی کولو پرمهال د ترقیاتي کارونو او فنډز په برخه کې یوازې ژمنې کړې وي خو پوره کړې یې نه دي.
د اپوزیشن الزامونه بې بنياده دي. حکومت ټولو ته کافي پېسې ورکړې دي.لياقت شهواڼی
هغه زیاته کړه: (( په بلوچستان کې د اپوزیشن شاوخوا ۲۳ حلقې دي چې د تقریبا ۷۰ لکو کسانو نمایندګي کوي.))
زیري پر حکومت د نيوکو کولو په ترڅ کې زیاته کړه: ((وزیراعلا جام کمال د خپلې حلقې لپاره دلس اربه روپيوو ترقیاتي سکیمونه په بودیجه کې شامل کړې وو خو زما د حلقې لپاره یې یوازې ۱۶ کروړه روپۍ ايښودې وي چې په کوټه کې د یوې بنګلې قیمت دی. زما د حلقې ابادي دوه لکه اتیا زره ده نو زه خلکو ته پر دې اوبه ورکړمه، هسپتال جوړ کړمه، سړک جوړ کړمه او که نور څه وکړم؟))
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په بلوچستان اسمبلۍ کې د هزاره ډیموکریټک ګوند غړي قادر علي هم ورته ګيلې لري او وايي په صوبه کې د ترقیاتي کارونو لپاره اړونده ادارې خپل کارونه په سمه توګه نه کوي چې له وجې یې پر سیاسي نمایندګانو فشار زیات وي.
هغه د جون په ۲۱مه مشال راډيو ته وويل: ((زما په حلقه کې د روغتیا محکمې ته دا معلومه نه ده چې هلته د روغتیا څومره کارکونکي پکار دي. د تعلیم محکمې ته معلومات نشته چې دلته څومره زده کونکي دي او سکولونه ورله څومره پکار دي. تیر بجټ کې موږ وړاندیزونه وکړ چې د ځینو ترقیاتي کارونو لپاره راله پیسې راکړئ نو هغه یې راکړې او موږ لګولې دي. خو هغه پیسې کافي نه وې.))
دا هم وګورئ: بلوچستان: "یاره اوبه نشته اغا جانه"د بلوچستان حکومت په خبره، د ۲۰۱۹ او ۲۰م مالي کال لپاره یې بودیجه ۴۱۹ اربه روپۍ وي چې پکې ۱۱۸ د ترقیاتي کارونو لپاره بېلې شوې وي. د بلوچستان د حکومت اتحادي ګوند، د عوامي نیشنل پارټي د صوبايي اسمبلۍ غړی نعیم خان بازی وايي چې دوی ته د ترقیاتي کارونو لپاره پېسې ورکړل شوي دي.
په دې صوبه کې کې د باپ يا بلوچستان عوامي پارټۍ حکومت دی. د دوی په اتحاديانو کې عوامي نېشنل ګوند، بلوچستان نېشنل پارټي (عوامي)، هزاره ډيموکرېټيک پارټي، جمهوري وطن پارټي او پاکستان تحریک انصاف شامل دي. په اپوزیشن کې پښتونخوا ملي عوامي ګوند، متحده مجلس عمل او بلوچستان نېشنل پارټي دي.
حکومت چې ماته څومره پېسې راکړې دي، هغه دلته د یوې بنګلې قېمت دی. حېران یم چې پردې لږو پېسو د خپلې حلقې د خلکو لپاره څه وکړم؟نصرالله زیری
د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شهواڼي د فنډونو په ویش کې اپوزیشن غړو ته د لږې برخې ورکولو تور ردوي.
نوموړي د جون په ۲۱مه مشال راډيو ته وويل چې نه خو وزیراعلی جام کمال د خپلې حلقې لپاره ډېرې پېسې ايښي او نه هم حکومت د پېسو په ورکړه کې امتيازي سلوک کوي.
شهواڼي زیاته کړه: ((د اپوزیشن تورونه بې بنیاده دي. موږ په ټولوضلعو کې یو شان فڼدز تقسیم کړي دي او منصوبې مو پوره کړي دي. د صوبايي اسمبلۍ غړیو چې په کومو ځایونو کې کارونه موږ ته یاد کړي وو، د هغوی لپاره موږ پیسې ورکړې دي.))
اپوزیشن ګوندونه د فنډز نه ترلاسه کېدو دا خبره په داسې وخت کې کړې چې د جون پر ۲۰مه د بلوچستان حکومت د راتلونکي مالي کال ۲۰۲۰م او ۲۰۲۱ لپاره د ۴۶۵ اربو روپو بجټ وړاندې کړ. په دغه مهال اپوزیشن ګوندونو اعتراضات وکړل او بجټ یې غېرمتوازنه وباله.