له ايرانه تښتېدلی یو قاضي چې د درغليو په تور خپل هېواد ته له ممکنه سپارلو سره مخ وو، د رومانيه په يو هوټل کې د لوېدو له کبله مړ شوی.
دا خبره د نوموړي د پوسټ مارټم په ابتدايي رپورټ کې راغلې.
غلام رضا منصوري د جون پر ۱۸مه د بخارسټ د يو هوټل په لابي کې مړ وموندل شو.
د بخارسټ د څارنوال دفتر د جون پر ۲۳مه په يو بيان کې وويل چې د پوسټ مارټم رپورټ ښيې چې ۵۲ کلن قاضي او ملا پر مځکه په شدت سره د غورځېدو له کبله مړی شوی او ښکاري چې نوموړی د هوټل په شپږو چتونو کې له يو څخه پريوتی وي.
پوليسو د هوټل د څارنې ويډيو ګانې ترلاسه کړي چې د منصوري د پرېوتو سبب ولټوي.
منصوري د جون پر ۱۲مه د تهران له غوښتنې وروسته په بخارسټ کې ونيول شو او تر عدالتي کنټرول لاندې و.
نوموړی په ايران کې له يو سوداګر څخه په رشوت اخستو تورن و او ټاکل شوې وه چې د جون پر ۱۰مه يې تهران ته په سپارلو عدالتي اورېدنه وشي.