قاضي عیسا ته د دړکو پرضد مقدمه درجوو: اېډوکېټ منیر کاکړ

جسټس فایز عیسا

کوټه – د بلوچستان د وکیلانو اتحادیې د پاکستان سپریم کورټ جج جسټس قاضي فایز عیسا ته د قتل د دړکو غندنه کړې او وايي‌ چې د دړکو ورکوونکو پرضد به مقدمه جوړوي.

دوي‌ غوښتنه کړې ده چې حکومت دې دهړکه ورکوونکي په سیم دستي توګه ونیسي او عدالت ته دې وړاندې کړي.

د بلوچستان بارکونسل مشر منیر کاکړ ایډو کیټ ویلي چي د پاکستان په سپریم کورټ کې جسټس قاضی فایز عیسا هغه جج دی چې په ازاده توګه خپلې فیصلې کوي نو هم دا وجه ده چي ده او کورنۍ ته یې د قتل دهړکې ورکول کېږي.

اېډوکېټ منیر احمد کاکړ دا څرګندونې د جون پر ۲۶مه په کوټه کې یو خبري غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.

ده وویل چې د کوټې په سول لاین تاڼه کې یې د هغو کسانو پرضد د مقدمې درج کولو درخواست ورکړی دی چې قاضي فایز عیسا او د هغه د کورني غړو ته د قتل په دهړکو کې تورن دي.

نوموړي‌ وویل ،‌ “ موږ به د پخوا په څېر د ازادې عدلیې لپاره خپل کردار ادا کوو ، پر عدلیه قدغن او د ججانو پرضد توهین امیز خبرې کله هم نه منو او نه چاته د دې اجازه ورکوو.”

د منیر کاکړ په وینا ، دا ځکه چي په نړۍ کې چې کوم هیوادونه دي هغه د یو بل پر احترام ، د ایین او قانون پر سرلوړۍ ولاړي نو ځکه هلته ترقي او خوشحالي ده.

نوموړي زیاته کړه ، “ تر کومه ځايه چې د جسټس قاضی فایز عیسا خبره ده نو هغه نه یوازې په سپریم کورت کې د پاکستان یوازنی جج دی بلکې دی به په راتلونکي کې د سپریم کورټ چیف جسټس جوړیږي.”

منیر کاکړ وویل چې که پولیسو د دوي پر درخواست عمل ونکړ نو دوي به د جون پر ۲۹مه د بلوچستان په های کورټ کې خپل درخواست ورکړي.

په بلوچستان کې یو شمېر وکیلان دا دریځ لري چې د دوي په فکر ، د قاضي فایز عیسا پرضد مقدمې او دهړکې له کبله دي چې هغه نه یوازې په سپریم کورټ کې د بلوچستان یوازېنی جج دی بلکې هغه به په ۲۰۲۳م کال کې په داسې وخت کې د سپریم کورټ چیف جسټس جوړېږي چې په ملک کې به عام انتخابات ترسره کېږي.

اډوکېټ ایاز خان هم له داسې فکر لرونکو وکیلانو څخه یو دی.

نوموړی وایي د جسټس قاضی فایز عسا د کمزوري کولو لپاره یې لومړی د هغه پرضد په سپریم کورټ کې ریفرنس داخل کړ او چې هغه نامه شو نو اوس ورته د قتل دهړکې ورکوي.

ده وویل ، چې کله په ملک کې داسې کړنې کېږي نو د خلکو په زړونو کې نفرت پیدا کېږي‌ او ورسره د پاکستان ضد فکر لرونکي‌ پیدا کېږي.

ده وویل ، دا بدمرغي‌ ده چې د پاکستان راتلونکي چیف جسټس ته د قتل ګواښونه کېږي‌ خو پر دې سربېره د حکومت له خوا یو ګام هم نه اخیستل کېږي.

په عین وخت کې د مرکزي حکومت له لوري ایدوکیټ جنرل خالد جاوید خان سپریم کورټ ته ویلي‌ چې جسټس قاضی فایز عیسا ته د دهړکو مسله یې د لا نور پلټنو لپاره د پاکستان د پلټنو مرکزي ادارې – ایف ای اې – ته سپارلې ده.

د خالد جاوید خان په وینا ، ډېر زر به په دې اړه رپورټ تیار شي او عدالت ته به وړاندې کړل شي.

د پاکستان سپریم کورټ قاضي فایز عیسا ته د دهړکو په اړه از خود نوټس اخیستی وو او د جون پر ۲۵مه یې لومړۍ اورېدنه وه.

دا له هغه وروسته ده چې د جسټس قاضي فایز عیسا میرمنې سرینه عیسا د جون پر ۲۴مه د اسلا م اباد په سیکرټریټ تاڼه کې درخواست ورکړی وو چې د انټرنیټ له لارې په یوه ویډیو کې یو دیني عالم د دې خاوند ته د مرګ ګواښ کړی دی.