ملګري ملتونه: د لادرکه ادریس خټک په اړه له پاکستان سره په رابطه کې يو

پخوانی تصویر: ادریس خټک د خپلې لور تاليه خټک سره

د ملګرو ملتونو بشري حقونو دفتر وايي د انساني حقونو په اړه څيړنې کوونکي، په زور غېب کړل شوي ادريس خټک د راخوشي کولو لپاره د پاکستاني چارواکو سره په رابطه کې دي.

د ادريس خټک کورنۍ وايي هغه د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې له اسلام اباده د نوښار پر لار په سپينو جامو کې ولاړو امنيتي ځواکونو د ځان سره بوت. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر زیاته کړې چې هيڅوک حق نه لري يو څوک په زور غېب کړي. ((په پاکستان کې له ډېر وخت راهيسې داسې خلک په زور غېب کړل شي چې يا پر حکومت او پوځ نيوکې کوي او يا هم د بشري حقونو فعالان وي.))

په پاکستان کې حکومت د غېب کړل شوو کسانو د موندلو لپاره يو کمیشن جوړ کړی دی. دوی وايي له ۲۰۰۰ ډېرو کسانو مسلې حل کړي دي

تر اوسه پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دې ويلي. شپږ پنځوس کلن ادريس خټک د بشري حقونو نړيوالو ادارو سره پر بېلابېلو پروژو کار کړی دی. خټک د نيشنل پارټۍ د خېبر پښتونخوا صوبې مشر هم پاتې شوی. د تاليه خټک په وېنا پلار یې نن سبا د غېب کړل شوو کسانو په اړه ریسرچ يا علمي تحقیق کاوه او ښايي له همدې وجې وتښتول شو.

د خټک کورنۍ د هغه د غېبولو دعوه د پاکستان پر امنيتي ادارو کوله او په دې لړ کې یې په پېښور هايي‌کورټ‌کې کېس جمع کړی دی.

د ادریس خټک لور، تاليه خټک تېره هفته مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان دفاع وزارت ورته منلې چې ادريس خټک د دوی سره په قېد کې دی خو پر هغه د لګيدلو تورونو په اړه یې وضاحت نه دی کړی. تاليه چې د پوهنتون زده کوونکې ده، د مې په ۱۹مه د شپې ناوخته پر ټويټر خپره کړې يوه ويډيو کې ويلي وو: ((داسې ورځ نه وي چې پلار دې راياد نه شي او يا دې دا سوچ ونه کړو چې دی به ښه وي او کنه.))

دا هم وګورئ: تاليه خټک: وزیراعظم دې زما لادرکه پلار پېدا کړي

د بشري حقونو لپاره کارکوونکي، د بخښنې نړيوال سازمان يا ايمنسټي انټرنېشنل د ۲۰۱۹ کال په کلني راپور کې ويلي چې په زور د خلکو غېبول د پاکستان د بشري حقونو پر تاريخ يو تور داغ دی. دې ادارې ويلي‌چې په ځينو ځايونو کې خلک په ښکاره د پولیسو او نورو امنيتي ادارو له خوا پورته کړل شي خو بیا يې درک نه لګي.

د پاکستان حکومت او پوځ په انفرادي کېسونو خبرې نه کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې وياندانو دې تورونو ته د ځواب په ورکولو سره ويلي چې په دې اړه يو حکومتي‌ کمېشن کار کوي.

د غېب کړل شوو کسانو په اړه د پاکستاني حکومت د تحقیقاتو دا کمېشن د عدالت په حکم جوړ شوی او دوه غړي لري. د دې کمېشن سيکریټري فريد احمد خان د مې په شلمه مشال راډيو سره په خبرو کې ويلي وو چې دوی سره تر دې مهاله له ۲۲۰۰ څخه ډېر غېب کړل شوي کسان په لیست کې دي چې دوی یې د موندلو کوښښ کوي. د فريد احمد خان په خبره د دوی په هڅو په لسګونو غېب کړل شوي کسان خپلو کورونو ته ستانه شوي دي. هغه د ادريس خټک په اړه وويل چې د هغه کېس ورته نه دی ورغلی.