پراګ - د امریکا نړیوالې پرمختیايي ادارې "یو ایس اې ای ډي" پاکستان ته د مرستې لپاره ۱۰۰وېنټيلېټرونه ورکړي.
د دغو وېنټيلېټرونو مقصد د کورونا وایرس وبا خلاف د پاکستان مرسته کول دي.
په روغتونونو کې وېنټيلېټرې د هغو ناروغانو لپاره پکارېږي چې په کوویډ ۱۹ ناروغۍ کې یې حالت سخت وي او د ساه تکلیف لري.
د دغو ۱۰۰ وېنټيلېټرونو ارزښت د درې میلیون ډالرو برابر دی.
د امریکايي قونسلګرۍ مرستیال قونصل جنرل جیک هیلمییر د جولای پر درېیمه ویلي چې دغه وېنټيلېټرې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پاکستان ته د کورونا وایرس وبا خلاف د مرستې په توګه ورکړي دي.
نوموړي په کراچۍ کې د قدرتي افتونو د نظم ادارې چارواکي بریګیډیر وسیم الدین ته د وېنټيلېټرونو ورکولو په موقع وویل، دا مرسته د ولسمشر ټرمپ له هغه ژمنې سره سم پاکستان ته ورکول کېږي چې له وزیر اعظم عمران خان سره یې د کورونا وایرس خلاف د مرستو په مد کې کړې وه.
نوموړی وايي، دا واضحه ده چې د پاکستان او امریکا ترمنځ د ډېرو کلونو راهیسې ملګرتیا او همکاري ده.
نوموړی زیاتوي، که څه هم دا کله ښه او کله خراب پاتې شوی دي خو په کوویډ وبا سره زموږ ملګرتیا نوره هم پخه کړه.
نوموړی دا هم وویل، زما په فکر د له شاو خوا ۲۷ میلیون ډالرو او وېنټيلېټرونو څرګندېږي چې امریکا یې پاکستان ته په خپله ملګرتیا کې ورکوي.
الدین وايي، دا څرګندوي چې موږ په ګډه کار کوو. موږ د دغه ملګرتیا شکرګزار یو او خوشحاله یو چې مرسته مو وکړل شوه.
هغه زیاته کړه، دا د هغه وعدې تکمیل دی چې ولسمشر ټرمپ څو میاشتې مخکې له عمران خان سره کړې وه.
په پاکستان کې د قدرتي افتونو د نظم قامي ادارې د جولای پر درېیمه په خپله ویبپاڼه لیکلي چې دغه ۱۰۰ وېنټيلېټرې کراچۍ ته رسېدلي دي.
اداره زیاتوي چې په دغو وېنټيلېټرونو کې به ۲۷ د خېبر پښتونخوا روغتونونو ته ورکړل کېږي.
دغه راز به بلوچستان ته ۱۳، پنجاب ته ۲۳، سند ته ۲۶، د پاکستان تر انتظام لاندې کشمېر ته شپږ او ګلګت بلتستان ته پنځه وېنټيلېټرې ورکول کېږي.
د خیبر پښتونخوا د ډاکټرانو اتحادیې مشر ډاکټر عامر تاج خان د جولای پر څلورمه له مشال راډیو سره په خبرو کې د دې ګام هرکلی کړی.
نوموړی وویل چې په دې سره به ناروغانو ته مرسته ورسېږي ځکه چې په صوبه کې وار له مخه د وېنټيلېټرونو کمی دی.
موموړی زیاتوي، مرستې خو به وشي خو په خېبر پښتونخوا کې وار له مخه د جدي ناروغانو څانګې "ای سي یو سیټ اپ" کمزورې دي.
هغه زیاته کړه، دا یو ښه ګام دې چې یو ایس ایډ وکړ خو زموږ د خپل حکومت له طرفه اقدامات نه دي شوي.
د نوموړي په وینا، په دې سره به ضرور ډېرو ناروغانو ته ګټه ورسېږي.
خان وايي، په روغتونونو کې "د وېنټيلېټرونو" ډېره کمې ده او چې کوم دې نو هغه کار نه کوي.
نوموړی دا هم وویل، ډېر ناروغان په شخصي روغتونونو کې په وېنټيلېټرونو باندې دي ځکه چې په سرکاري روغتونونو کې یا خو وېنټيلېټرې او یا بیا د وېنټيلېټرونو چلوونکي خاص ډاکټران نه شته.
خو د خېبر پښتونخوا صحت وزارت وايي چې د کورونا وایرس خلاف په صوبه کې پوره سهولتونه موجود دي او د الاتو هېڅ کمی نه شته.
د امریکا نړیواله پرمختیايي اداره په خېبر پښتونخوا کې روغتیايي کارکوونکو ته د روزنې پروګرام هم مخ ته وړي.
دغه پروګرام سږ کال د جون پر ۱۰مه پیل شو.
د دې پروګرام مقصد د پېښور لېډي رېډنګ روغتون ډاکټرانو، نرسانو، پېرامډکس او نورې عملې ته د کوورنا ناروغۍ د خپرېدو مخنيوي روزنه ورکول دي.
د لېډي رېډنګ روغتون عملې ترڅنګ دغه روزنه د خېبر پښتونخوا نورو ۴۰۰ صحت کارکونکو ته هم ورکړل کېږي.
د قدرتي افتونو د نظم قامي اداره وايي، له صوبايي حکومتونو سره په مشوره د روغتونونو فهرست هم تیار کړل شوی کومو ته به چې وېنټيلېټرې ورکول کېږي.
په دې کې د پېښور لیډي ریډنګ روغتون هم شامل دی.
خو د خېبر پښتونخوا صحت محکمې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د قدرتي افتونو د نظم قامي ادارې لا د صوبې حکومت ته په دې اړه څه مالومات نه دي ورکړي.