د سربیا حکومت د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره یو شمېر نوي اقدامات اعلان کړي خو د جولای پر ۱۱ او ۱۲مه به کرفيو یا ګرځبنديز نه لګوي.
دا تر هغې وروسته ده چې په بلغراد کې د کورونا وايرس وبا مخنيوي په اړه د حکومتي اقداماتو ضد ولس په احتجاج لاس پورې کړ او د جولای نهمې پر شپه یې هم مظاهرې وکړې.
د جولای پر نهمه وزيراعظمې انا برنابیچ وويل، په بلغراد کې به د ودانیو بهر او دننه پر ولسي غونډو بندیز وي او تر ۱۰ زیات کسان به هم نشي غونډې دای.
خو د محدودیتونو د نرمولو پر حکومتي اعلان سربېره پر درېیمه شپه هم په بلغراد کې خلکو احتجاج ته دوام ورکړ.
البته په احتجاج کوونکو کې یو شمېر کسان په دې موخه د سړکونو تر غاړې ناست ول چې ځان په تاوتریخوالي کې له ککړو کسانو بېل کړي.