زرڅانګه یوه کوچۍ یا خانه بدوشه پښتنه سندرغاړې ده. لسګونه کلونه کېږي چې هغه د خپل غږ خواږه پر ولس وېشي خو د کورونا له وجې پر کور ناسته ده.
هغه وايي، د یو لوی ټبر پالنه ورپغاړه ده، ضرورتونه یې زیات دي او په داسې کې د موسېقۍ محفلونه ساړه دي نو ژوند یې ښه نه دی.
زرڅانګه د خپل خوږ غږ په برکت د هر پښتون کور او کلي ته رسېدلې ده. هغه اوس هم کوچیانی ژوند لري او د استوګنې مستقله سیمه یې نه ده معلومه. اوس مهال د کوهاټ د جرمو پل په تپو سیمه کې، په یوه کرایي کور کې ژوند کوي. خو تر دې وړاندې، د نوښار په ازاخېلو، سوات، باجوړ، ډېره اسماعیل خان او نورو سیمو کې هم وسېدلې ده.
زرڅانګې مشال راډیو ته وویل، ټول عمر یې د سندرو له لارې د پښتنو خدمت کړی نو ځکه چې کله هم پرې سخته راشي نو د رسنیو له لارې خپل غږ خپل ولس ته رسوي او مرسته ترې غواړي. هغه په دې خوشاله ده چې غږ یې اورېدل کېږي او لږه یا ډېره مرسته ورسره کېږي.
په اسلام اباد کې د افغانستان کلتوري استازي حضرت ولې هوتک مشال راډیو ته وویل، که څه هم زرڅانګې له هغوی نه رسما د مرستې غوښتنه نه وه کړې خو افغان حکومت چې څنګه خپل هنرمندان نازوي نو د همغې جذبې له مخې یې هغه هم ونازوله.
زرڅانګه وايي، اوس یې عمر له ۷۰ کالو نه اوښتی او له ۲۰ کلنۍ نه یې د سندرو ویل پیل کړي وو، خو دا چې د زامنو، لوڼو، نږیاندو او لمسو پالنه ورپغاړه ده نو چې څه یې ګټلي، هغه یې بچو ته ورکړي، ژوند یې څه ناڅه تېر شوی خو پیسې یې بچت نه کړای شوې او د خپل ذاتي کور ارمان یې هم پوره شوی نه دی:
"دا ارمان لرم چې یو کور مې وای چې سبا که مړه شوې وای نو جنازه به مې له کوره پورته کېده، نه دا چې له کېږدۍ به مې هدیرې ته وړي."
خو ارمانونه ذاتي وي، حکومتونه یې چا ته نه پوره کوي، پوښتنه داده چې زرڅانګې نیمه پېړۍ سندرې وویلې، د راډیو، تلویزون، کیسټو، میدانونو او سټیج نه یې پیسې ترلاسه کړې، خو بیا هم د هغې په وینا لاس یې تش دی، دا ولې؟ هغه پیسې چېرته لاړې؟ او د زرڅانګې زامن ولې د خپلې مور ارمانونه نه پوره کوي؟ دا پوښتنه مې د زرڅانګې د زوی شهزاده نه وکړه، هغه راته وویل:
"هغې د پښتو موسیقۍ خدمت کړی، په ټولو پشتنو یې حق جوړېږي چې خیال یې وساتي، زموږ خو مور ده هسې به یې هم خدمت کوو، ولې به نه کوو."
شهزاده وايي، مور یې خدمت کړی، نو وس لرونکو کسانو او حکومتونو له هم پکار دي چې د هغې پوښتنه وکړي. خو د کلتوري چارو پوه، قانون پوه او د خیبر پښتونخوا د کلتور څانګې پخوانی چارواکی اکبر هوتي وايي، زرڅانګې سره وخت په وخت مرستې شوې دي.
اکبر هوتي وايي، دا مناسبه خبره نه ده چې زرڅانګه په زړو هډوکو اوس هم کار کوي او ټوله کورنۍ یې د هغې ګټې ته ناسته ده.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
خو د زرڅانګې زوی شهزاده مشال راډیو ته وویل، هغوی هم لاس او پښې خوزوي، ځیني وروڼه یې د څارویو د خرڅولو او اخېستلو کاروبار کوي او ځینې یې د خپلې مور سره په هنري ډله کې شامل دي او کار کوي، خو د هغه په وینا اوس د کورونا له وجې یې کارونه په ټپه ولاړ دي.
زرڅانګې مشال راډیو ته دا هم وویل چې د افغانستان د حکومت له ۵۰ زرو افغانیو ترڅنګ ورسره په تېره روژه کې د کوهاټ ډي پي او هم د ۵۰ زرو پاکستانیو روپو مرسته کړې وه. نوموړې ته د دغه پاکستاني چارواکي نوم نه و، یاد خو په تېره روژه کې د کوهاټ ډي پي او منصور امان و، چې اوس د پېښور د پولیسو په محکمه کې اېس اېس پي دي. موږ له هغه سره بار بار پر ټیلیفون د خبرو هڅه وکړه خو هغویزموږ زنګ پورته نه کړ.
په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو خلکو د افغان حکومت لخوا د زرڅانګې سره د شویو مرستو هرکلی کړی، خو یو شمېر کسانو بیا لیکلي چې شوې مرسته کمه ده، د دې پوښتنې په ځواب کې د افغانستان د اطلاعاتو او د فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند مشال راډیو ته وویل، د اوس لپاره له پنځوسو هنرمندانو، لیکوالو او شاعرانو سره دا مرسته شوې او په دې اړه یو قانون په عدلیې وزارت کې تر تصویب لاندې دی، که منظور شو نو د مرستې دغه کچه به لس برابره لوړه شي.
زرڅانګه زړه ده، غریبه ده او مجبوره ده، خو غږ یې اوس هم هماغسې له ولولو ډک دی، سندرې ویلی او د کلتور خدمت کولی شي. هغه وايي، په افغانستان، پاکستان، اروپا او عربي هیوادونو کې چې اوس هم څوک ورته د کنسرت بلنه ورکړي نو ورتلو ته تیاره ده.
د هغې په وینا خلک دې یا کار ورکړي او یا دې هم مرسته ورسره وکړي چې د ژوند بېړۍ یې روانه پاتې شي.