هېواد: جرمني غواړي د افغان سولې خبرو کوربه شي

د افغانستان بهرنيوو چارو وزارت وياند

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي جرمني غواړي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کوربه شي.

د وزارت ویاند ګران هېواد پرون رسنیو ته وویل، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د جولای پر ۱۵مه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست حنیف اتمر سره په ټېلېفوني خبرو کې وړاندیز وکړ چې که دواړه خواوې سلا شي نو برلېن د خبرو کوربه توب ته چمتو دی.

بلخوا په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین بد جولای په ۱۵مه مشال راډیو ته ويلي چې لومړنۍ خبرې به په دوحه کې کېږي او وروسته به د دواړو خواو په مشوره د خبرو ځای وټاکل شي.

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي ول چې زیات امکان دی چې له طالبانو سره لومړنۍ خبرې په قطر کې وشي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فرورۍ پر ۲۹مه د سولې د موافقې لومړی پړاو روانه اونۍ بشپړ شو او له ژمنې سره سم، ۴۴۰۰ امریکايي سرتېري له افغانستانه ووتل. په دې خبرو کې یو شرط دا وو چې افغان حکومت به د طالبانو پينځه زره بنديان ورپريږدي او بيا به دا ډله بين الافغاني مذاکراتو ته حاضريږي. تر اوسه پورې د افغان چارواکو په وېنا ۴۵۰۰ طالب بنديان خوشي شوي دي.