ناپیژندل شویو انټرنیټي غلو د نړۍ د یوشمېر مهمو شخصیاتو په ټویټر پاڼو بریدونه کړي دي.
په دې کې د امریکا د ولسمشریزو انتخاباتو کاندید جو بایډن، پخوانی ولسمشر باراک اوباما او مایکرو سافټ د مشر بل ګیټس رسمي ټویټر اکاونټونه هم شامل دي.
په دې برید کې د سیاست، رسنيوو او حکومتونو د لوړپوړو چارواکیو اکاونټونه په نښه کړل شوي دي. اکثره هغه اکاونټونه دي چې ويريفايډ دي. يعنې د ټويټر له خوا تاييد شوي اکاونټونه ديچې اسماني رنګه نښه لري.
تر دې وروسته ټويټر څيړنې پېل کړي او د ويريفايډ اکاونټونو څخه یې د ټويټ ليکلو صلاحيت په لنډمهالي ډول واخیست.