پاکستان، لوی اختر او کورونا

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

نن د پاکستان ولس په داسې حال کې د لوی اختر مراسم پر ځای کوي چې د کورونا وایرس وېره د خلکو پر ذهن خپره ده او حکومت هم خلکو ته ویلي چې په راشه درشه کې دې له احتیاطه کار واخلي. د پاکستان په اکثرو سیمو کې نن خلکو د اختر لمونځونه او قربانۍ وکړې خو په شمالي او جنوبي وزیرستان کې بیا پرون خلکو لوی اختر کړی و.