متحده عربي اماراتو د ایټمي انرژۍ د فعالیتونو پیلولو اعلان وکړ

دا په عربي نړی کې دا ډول لومړنی ځای دی

متحده عربي اماراتو په براکه ایټمي پلانټ کې د فعالیتونو پیلولو اعلان کړی دی.

دا په عربي نړۍ کې دا ډول لومړنۍ ځای دی.

د متحده عربي اماراتو مرستیال ولسمشر او وزیراعظم شېخ محمد بن راشد المکتوم چې د دوبۍ واکمن هم دی، دا اعلان د اګست پر لومړۍ نېټه پر ټویټر کړی دی.

نوموړي لیکلي، نن په عربي نړی کې د لومړنۍ پرامنه ایټمي انرژۍ د فعالیتونو پیلولو اعلان کوي.

هغه وړاندې وویل، ایټمي سونګ مواد یې په کامیابۍ سره د پلانټ څلورو ریکټر یونټو ته اچولي.

نوموړي دا هم وویل چې د دې څلورو ایټمي پاور پلانټونو د فعالولو موخه د هېواد د انرژۍ په څلورو کې یوه برخه ضرورتونه په خوندي، باوري او د اب و هوا لپاره د خرابو ګېسو بغیر پوره کول دي.

د جنوبي کوریا د (الیکټرک پاور کارپوریشن) په نامه کمپنۍ د براکه پروژې مهمه قراردادي ده.

دا پلانټ شاوخوا ۹۴ فيصده مکمل شوی دی.