کوټه - د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر د جولای پر ۳۰مه د چمن او سپین بولدک پر پوله د تاوتریخوالي او د ډزو غندنه کړې او ویلي یې دي چې دا ډول پېښې د منلو وړ نه دي.
محمود خان اڅکزي د اګست پر درېیمه په کوټه کې خبري غونډې ته وویل، د چمن او بولدک لار له پخوا نه وه تړل شوې او پر دې لار له شاوخوا ۲۰۰ کلونو راهیسې تګ راتګ او سوداګري کېږي.
ده وویل، حکومت دې دا لار د خلکو پر مخ پرانیستې وساتي.
د بلوچستان حکومت د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر د څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي خو د ډزو تر پېښې یوه ورځ وروسته، د جولای پر ۳۱مه، د صوبې د کورنیو چارو وزیر ضیا الله لانګو په چمن کې له مشرانو سره خبرې وکړې او ویې ویل چې تر اختر وروسته د چمن لار بیا پرانیزي.
افغان حکومت د اګست پر لومړۍ، له پاکستان سره د چمن پر پوله د ډزو د پېښې څرنګوالي او په راتلونکې یې د تکرار د مخنیوي لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې.
تر دې مخکې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د جولای پر ۳۱مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته ويلي ول چې په چمن او سپین بولدک کې باید د تاوتریخوالي او د پاکستان او افغانستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته نه وای شوې. قریشي وايي، هیله من دی چې دا مسله په کرارۍ هواره شي.
په چمن کې څه پېښ شول؟
د بلوچستان چارواکي وايي، لسګونه خلکو د جولای پر ۳۰مه د چمن او سپین بولدک دروازې بندېدو ضد احتجاج کاوه چې هغه مهال په تاوتریخوالي واوښت چې د دوی په وینا، مظاهره کوونکو د کورونا وایرس وړجنو قرنطین مرکز ته اور واچاوه او سرکاري ودانۍ یې زیانمنې کړې.
د دوی په خبره، د اېف سي ځواک سرتېرو پر مظاهره کوونکو ډزې وکړې چې پکې د چمن لوري ته پېنځه کسان ووژل او شاوخوا ۲۰ ژوبل شول.
افغان چارواکي وايي، د اېف سي ځواک ډزو پر مهال په سپین بولدک کې رهایشي سیمې هم په نښه شوې چې هغه خوا ته یې هم مرګ ژوبله واړوله.
د دې په غبرګون کې د افغانستان سرحدي ځواک د پاکستانیو سرتېرو په ځواب کې ډزې وکړې او نښته پیل شوه چې د شپې تر ناوخته روانه وه.
افغان حکومت وايي، د پاکستانیو سرتېرو په ډزو کې په سپین بولدک ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او شاوخوا ۸۰ ژوبل دي.
د پاکستان حکومت د مارچ په پیل کې د کورونا وایرس مخنیوي په موخه د چمن او سپین بولدک ور وتاړه خو په اپرېل کې یې د محدودې سوداګرۍ اجازه ورکړه.
حکومت په جولای کې یوازې د اختر په ورځو کې د سوداګرۍ په موخه لار پرانیسته.
خو په سیمه کې کاروباریانو، ټرانسپورټرانو، مزدورانو او اوسېدونکو د لار تړلو ضد پرلت وواهه چې څه باندې دوه میاشتې یې دوام وکړ.
دوی دریځ لري چې بې له قید و شرطه دې ورته پر پوله د تګ راتګ اجازه ورکړي خو حکومت وايي، له قانوني اسنادو پرته پر چمن پوله خلک سفر ته نشي پرېښودای.
پر پوستو د خلکو ځورونه
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي وویل، د چمن او سپین بولدک پولې دواړو خواو ته له پېړیو، پېړیو راهیسې پښتانه پراته دي چې نه یوازې کاروباري راکړه ورکړه کوي بلکې له یو بل سره رشتې لري او دواړو لوریو ته ځمکې او جایدادونه لري نو ځکه د دروازې بندول ورته د منلو وړ نه دي.
ده له کوټې څخه تر چمنه پر لار د امنیتي پوستو جوړېدو غندنه وکړه او دعوه یې وکړه چې له کوټې څخه تر چمنه پر امنیتي پوستو خلک ځورول کېږي.
اڅکزي د لاهور د واهګې پولې مثال ورکړ او ویې ویل چې د پاکستان او هند ترمنځ پر لار امنیتي پوستې نشته نو له کوټې څخه تر چمنه یې ولې موجودې دي.
اڅکزي وویل، د پاکستان د سرحدي سرتېرو یا اېف سي ځواک کار پر پوله امنیت ټینګول او د قاچاق مخنیوی کول دي نو ځکه باید چېک پوسټونه ختم شي.
د بلوچستان حکومت دریځ لري چې پوستې د امنیت ټینګښت لپاره دي ځکه چې په صوبه کې له کلونو راهیسې بریدونه او د ناامنیو پېښې شوې دي.