په پاکستان کې په ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس د ۷۲۷ تازه پېښو له ثبتېدو سره په هغه هېواد کې د رسمي مثبتو پېښو شمېر ۲۸۱،۸۶۳ ته لوړ شوی دی.
د کووېډ-۱۹ په اړه د پاکستان حکومتي ووبپاڼه وايي، د اګست تر شپږمې په هېواد کې ناروغۍ ۶،۰۳۵ کسان وژلي خو ۲۵۶،۰۵۸ ورڅخه جوړ شوي هم دي.
د پاکستان حکومت وايي، له جولای راهیسې په هېواد کې د کورونا وایرس د پېښو شمېر په ټيټېدو دی.
په جون کې په هغه هېواد کې هره ورځ اوسطاً ۲،۰۰۰ پېښې ثبتېدې.