د افغان پلازمېنې کابل امنیه قومانداني وايي، د ښار په کمپنۍ سیمه کې یوې بمي چاودنې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژلي دي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د اګست پر نهمه په بیان کې وویل، د یکشنبې (اتوار) ورځې په چاودنه کې پېنځه امنیتي سرتېري هم ژوبل شوي.
د ده په خبره، بم په کمپنۍ بازار کې په یوه کراچۍ (رېړه) کې ايښوول شوی وو او سرتېرو موندلی وو خو چې کله یې سیمه کلابندوله او بم یې شنډاوه نو چاودنه وشوه.
د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.