عمران خان قبایلو کې د خوړو له کمي سره د مخامخو ماشومانو د مرستې پروژه پرانیسته

د قبایلو په ګډون د پاکستان په نورو برخو کې هم ماشومان د خوړو له کمي سره مخامخ دي - د ارشیف په دې انځور کې ډاکتر ماشوم ته واکسین ورکوي

د پاکستان وزيراعظم د اګست پر ۱۳مه د قبايلي سيمو لپاره د "احساس نشوونما پروګرام" په نوم د يوې نوې پروژې پرانيسته وکړه.

عمران خان د خیبر پښتونخوا د سفر پر مهال په خیبر ضلع کې پروژه پرانيسته چې هدف يې د خوړو له کمي سره مخامخ کوچنیانو، حامله ښځو او ماشومانو ته له شیدې ورکوونکو میندو مرسته کول دي.

د ټولنيز تحفظ په اړه د وزیراعظم ځانګړې سلاکارې ثانيې نشتر عمران خان ته د دې پروګرام په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وويل چې د پاکستان د نورو سيمو پرتله په قبايلي سيمو کې زيات ماشومان د خوړو له کمي سره مخامخ دي.

نوموړې زياته کړه چې د خیبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو کې ۴۸ سلنه ماشومان د خوړو له کمي سره مخامخ دي.

ثانيې نشتر د احساس نشوونما پروګرام په دې اړه د اګست پر ۱۲مه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د خوړو نړيواله اداره (ورلډ فوډ پروګرام – ډبلیو اېف پي) په دې پروژه کې له حکومت سره مرسته کوي.

د نوموړې په وينا له دې پروژې سره سم به له حامله او ماشومانو ته شيدې (پۍ) ورکوونکو ښځو سره هم د خوړو لپاره مالي مرسته کېږي.

ځانګړې سلاکارې وويل چې د مستحقو کورنيو تر دوو کلونو کم عمر لرونکو ماشومانو ته به هر درې مياشتې وروسته پيسې ورکوي.

په دې لړ کې د ماشوم هلک لپاره د مياشتې پر سر ۱،۵۰۰ روپۍ او د ماشومې نجلۍ لپاره به د مياشتې پر سر ۲،۰۰۰ کلداري ورکول کېږي.

پر دې برسېره به حقداره کورنيو ته د سفر لپاره ۵۰۰ روپۍ هم ورکول کېږي.