خوست - د افغانستان د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د اګست پر ۱۵مه سهار د هوايي ډګر د پولیسو لخوا یو تن ماین لیږدونکی لاس په لاس نیول شوی دی.
د خوست امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر مشال راډیو ته وویل، یاد کس د هوايي ډګر د پولیسو لخوا داسې مهال نیول شوی چې په موټر سایکل يې دوه کړۍ د وسایطو ضد ماینونه لیږدول.
د نوموړي په وینا، نیول شوي کس غوښتل، ماینونه خوست ښار ته یوسي او هلته چاودنه ورکړي.
عادل حیدر زیاتو چې نیول شوي کس څخه پوښتنې ګرویږنې پیل شوي دي.