د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډېبرا لاینز ویلي، ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه له ځوانانو سره ولاړ دي او د سوله ییز او پرمختللي افغانستان د اهدافو په ترلاسه کولو کې ورسره مرسته کوي.
دا خبره نوموړې د اګست پر ۱۶مه په ارګ ماڼۍ کې د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې غونډې ته په وینا کې وکړه.
د ځوانانو نړیواله ورځ هر کال د اګست پر ۱۲مه لمانځل کېږي خو ولسمشر اشرف غني یې په اړه غونډه څلور ورځې وروسته جوړه کړه.
لاینز ویلي، ویاړي چې سولې ته د رسېدو په هڅو کې د افغان ځوانانو تر څنګ ولاړه ده.