د ونډو بازار کې د ایپل شرکت بیه دوه ټریلیینه ډالره ته ورسېده

ایپل شرکت له ایفون سره ایپیډ، کمپیوټرونه او نور اړوند شیان هم جوړوي

د ټېکنالوژۍ لوی شرکت "ایپل" د اګست پر ۱۹مه لومړنۍ امریکایۍ کمپني شویه چې د ونډو په بازار کې یې بیه دوه ټرېلیینه (دوه زره اربه/میلیارده) امریکايي ډالرو ته ورسېده.

ایپل چې ځیرک ایفون ټېلېفونونه، ایپیډونه، کمپیوټرونه او اړوند نور شیان جوړوي، د ۲۰۱۸ز کال په مارچ کې لومړنی امریکایي شرکت شو چې بیه ‌یې یو ټرېلیین ډالرو ته ورسېده.

تر ایپل وروسته د ټېکنالوژۍ نور شرکتونه لکه مایکروسافټ، ایمزون او ګوګل په بازارونو کې مخته دي چې د هر یوه بیه تر یو ټریلیین ډالرو لوړه ده.

ایپل پر داسې مهال د بریالیتوب دې کچې ته رسېږي چې د کورونا وایرس وبا له کبله اکثره امریکایان له کورونو کار کوي چې له دې سره د ټېکنالوژۍ د ونډو بیه هم زیاته شوې ده.