د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر د اګست پر ۲۴مه ایران ته رسېدلی او د سفر هدف یې هم له دغه هېواد سره د اټومي فعالیتونو په برخه کې د همکاریو پیاوړي کول دي.
ټاکل شوې چې رافایل ګراسي به د اګست پر ۲۵ او ۲۶مه د ولسمشر حسن روحاني او د دې هېواد د اټومي انرژۍ د مشر علي اکبر صالحي په ګډون له لوړپوړو ايرانيو سره وګوري.
ګراسي اته میاشتې وړاندې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر شو او له هغه راهیسې دا ایران ته د نوموړي لومړی سفر دی.
دا سفر داسې مهال کېږي چې ایران لا هم دغې ويانا مېشتې ادارې ته د هغو دوو ځايونو د کتنې اجازه نه ده ورکړې چې ګومان کېږي اټومي فعالیتونه پکې تر سره شوي دي.
بلخوا امریکا هم فشار اچوي چې پر ایران د ملګرو ملتونو بندیزونه بیا ولګېږي.
ګراسي له دې سفره مخکې ویلي، هیله من دی چې له دې لیدو کتو سره به د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د پوښتنو په حل کې مهم پرمختګ وشي او مشکوکو ځايونو ته به د رسايي ستونزه هواره شي.